امریکانوره په دنیا کې زبرځواک نه د ی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i27754-امریکانوره_په_دنیا_کې_زبرځواک_نه_د_ی
سحر اردو خبری چینل نن راپور ورکړی ، په واشنګټن کې دپاکستان دلومړی وزیر نواز شریف ځانګړی استاذی مشاهد حسین سید په یولړ څرګندونو کې ویلی دی ، که امریکا دکشمیر دموضو ع په سر دپاکستان ملاتړ ونه کړی ،نودغه هیواد به له روسیې چې له پاکستان سره ئې دوسلو له پلورلو موافقه کړې او چین چې دپاکستان یو نزدې او دوست هیواد دی ، د دغې موضوع دحل لپاره ورځینی مرسته وغواړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 08, 2016 11:59 Asia/Kabul
  • امریکانوره  په دنیا کې  زبرځواک نه د ی

سحر اردو خبری چینل نن راپور ورکړی ، په واشنګټن کې دپاکستان دلومړی وزیر نواز شریف ځانګړی استاذی مشاهد حسین سید په یولړ څرګندونو کې ویلی دی ، که امریکا دکشمیر دموضو ع په سر دپاکستان ملاتړ ونه کړی ،نودغه هیواد به له روسیې چې له پاکستان سره ئې دوسلو له پلورلو موافقه کړې او چین چې دپاکستان یو نزدې او دوست هیواد دی ، د دغې موضوع دحل لپاره ورځینی مرسته وغواړی .

مشاهد حسین  ویلی دی ،  دکشمیر سیمې  سیاست او حالات بدل شوی دی ، هندی ځواک دبشری حقوقو خلاف ورزی کوی او امریکا پرې چپتیا غوره کړې ده . 

 سنیټیر مشاهد حسین سید روښانه کړې ، ترڅو چې  دکشمیر  سیمې موضوع حل نه شی ،  په افغانستان کې هم  امنیت  نشی ټینګیدلی .