هند وائی پاکستان په ګډه پوله کښې زیات پوځیان دیره کړی دی
Oct 08, 2016 18:23 Asia/Kabul
د هندوستان استخباراتی ادارې له پاکستان سره پخپله ګډه پوله کښې د دغه هیواد د پوځی ځواکونو د زیاتیدو خبر ورکړی.
د هندوستان استخباراتی ادارو نن ادعا وکړه چې د پاکستان پوځ د کشمیر په کنټرول لائن کښې د خپلو ځواکونو شمیر زیات کړی دی او سرحدی سیمې یې له خلکو خالی کړې دی.
د ایرنا د خبر له مخې د هندوستان یو امنیتی چارواکی وویل: د پاکستان دا اقدام د کشمیر په کنټرول لاین کښې د هندی ځواکونو د شمیر له زیاتیدو او په جمو او کشمیر او پنجاب صوبه کښې له خلکو د سرحدی کلیو له خالی کولو وروسته شوی دی.