پاکستان له هندوستان سره له مذاکرې نهیلې شوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i27898-پاکستان_له_هندوستان_سره_له_مذاکرې_نهیلې_شوی
د پاکستان حکومت اعلان وکړ ترڅو چې په هندوستان کښې د دغه هیواد د وزیراعظم نریندر مودی ملی پال حکومت وی تر هغې به خبرې اترې ونه شی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 09, 2016 12:32 Asia/Kabul
  • پاکستان له هندوستان سره له مذاکرې نهیلې شوی

د پاکستان حکومت اعلان وکړ ترڅو چې په هندوستان کښې د دغه هیواد د وزیراعظم نریندر مودی ملی پال حکومت وی تر هغې به خبرې اترې ونه شی.

زمونږ خبریال وائی په بهرنیو چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار سرتاج عزیز وویل چې هیواد یې له هندوستان سره د اړیکو د سمیدو غوښتونکی دی خو ترڅو چې په دغه هیواد کښې د نریندر مودی حکومت وی، د اسلام آباد او نوی ډیلی ترمینځ اړیکو کښې به هیڅ ښه والی رانه شی.

سرتاج عزیز وائی پاکستان همهغه شان له هندوستان سره د خپلو اړیکو د سمولو لپاره خپلې سفارتی هلی ځلې جاری ساتی.