پاکستان له هند سره د تاوتریخوالی د کمولو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i28048-پاکستان_له_هند_سره_د_تاوتریخوالی_د_کمولو_غوښتنه_وکړه
د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان د لومړی وزیر سلاکار سرتاج عزیز وویل د پاکستان دولت له هند سره د تاوتریخوالی دوام د دواړو هیوادونو او سیمې په ګټه نه بولی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 10, 2016 16:10 Asia/Kabul
  • پاکستان له هند سره د تاوتریخوالی د کمولو غوښتنه وکړه

د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان د لومړی وزیر سلاکار سرتاج عزیز وویل د پاکستان دولت له هند سره د تاوتریخوالی دوام د دواړو هیوادونو او سیمې په ګټه نه بولی .

سرتاج عزیز په ډاګه وویل  تر څو چی مودی د هند دولت مشر دې ، د اسلام اباد او نوی ډیلی په اړیکو کې د ښه والی تمه نشو درلودلې .

ده ټینګار وکړ پاکستان به هیڅکله د کشمیر په وړاندې له خپل اصولی دریځه شاتګ ونکړی  او په دې اړه کومه مصالحه هم ونکړی .

له دې مخکې نواز شریف هم ویلی وو چی اسلام اباد د جنګ مخالف او په سیمه کې د سولې ، ثبات او امنیت غوښتونکې دې .