د پاکستان اهل سنت وروڼه د شیعیانو د عزادارۍ ساتنه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i28135-د_پاکستان_اهل_سنت_وروڼه_د_شیعیانو_د_عزادارۍ_ساتنه_کوی
د پاکستان اهل سنتو مشرانو وویل چې د عزادارۍ د دستو مخې ته به حرکت کوی چې د خپلو شیعه وروڼو حفاظت و کړی  او که ترهه ګره حمله کیږی نو اول په  دوی وشی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 11, 2016 15:55 Asia/Kabul
  • د پاکستان اهل سنت وروڼه د شیعیانو د عزادارۍ ساتنه کوی

د پاکستان اهل سنتو مشرانو وویل چې د عزادارۍ د دستو مخې ته به حرکت کوی چې د خپلو شیعه وروڼو حفاظت و کړی  او که ترهه ګره حمله کیږی نو اول په  دوی وشی.

 

د جیو خبری چینل د راپور له مخې  په  درست پاکستان کې د  عزادارۍ دستې له معلومو لارو په حرکت کې دی  او د هغوی د حفاظت لپآره سختې امنیتی تابیاوې شوې دی.

د پاکستان  په زرګونو پولیس او پوځی کمانډوز د عزادارۍ  د دستورو او دستو ساتنه کوی  او  په عین حال کې سږ کال د دغه هیواد اهل سنتو هم  د حسینی عزادارانو د حفاظت کار په  غاړه اخستی دی.

دغه اهل سنت وایی چې  له جلوسونو او دستو مخکې به روان وی چې که ترهه ګر حمله کول غواړی نو دخپلو شیعه وروڼو حفاظت وکړی.

  په پاکستان کې  په  اسلام اباد ، کراچۍ پیښور  کویتې او په ځینو نورو ښارونو کې  نن او سبا د حسینی  تاسوعا او عاشورا یعنې د محرم  په نهمه او لسمه موبایل سروس  او  انټرنیټ سروس بند دی. او په هیلی کاپټرو  او کیمره لرونکو ډرونز الوتکو سره د  ویر د مراسمو  ساتنه کیږی.

د پاکستان تر ټولو لویې دستې نن په کراچۍ کې  د علی رضا له امام باړې حرکت پیل کړ او مازیګر مهال ایرانیان امام باړې ته ورسیدله .

په پاکستان کې په  عاشورا او تاسوعا کې کابو یو لک دیرش زره  د ماتم دستې حرکت کوی . او پر ځآیی حفاظت سربیره په زرګونو پولیسو او پوځیان هم د حسینی عزاداراۍ د مراسمو په حفاظت مامور دی.