د پاکستان لومړی وزیر وویل عاشورا د استقامت او شجاعت درس دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i28201-د_پاکستان_لومړی_وزیر_وویل_عاشورا_د_استقامت_او_شجاعت_درس_دی
زمونږ خبریال راپور راکوی د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف په اسلام اباد کې د حضرت امام حسین علیه سلام د عاشقانو په ټول کې د عاشورا پیښه د بشریت غمیزه وبلله او ویې ویل مونږه د عاشورا له مکتبه د بصیرت او عدالت غوښتنې درس اخلو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 12, 2016 12:58 Asia/Kabul
  • د پاکستان لومړی وزیر وویل عاشورا د استقامت او شجاعت درس دی

زمونږ خبریال راپور راکوی د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف په اسلام اباد کې د حضرت امام حسین علیه سلام د عاشقانو په ټول کې د عاشورا پیښه د بشریت غمیزه وبلله او ویې ویل مونږه د عاشورا له مکتبه د بصیرت او عدالت غوښتنې درس اخلو

. نواز شریف وویل چی حضرت امام حسین علیه سلام  په خپل شهادت سره مسلمانانو ته دا درس ورکړ چی د اسلام ژوندی ساتل او د ښمنانو په وړاندې له مظلوم او حق دفاع واجبه ده او دا د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص له حکمونو  یو حکم دې . نواز شریف زیاته کړه حضرت امام حسین ع د بشریت لپاره د لارې مشال دې او مونږه باید په اتحاد او وحدت سره د حضرت امام حسین  مریدان او د هغه حضرت د لارې دوام ورکونکی شو .

له بلې خوا افغان ولسمشر اشرف غنی هم نن په کابل کې د حسینی ویرجنو په ټول کې په سخی زیارت کې په حسینی عزادارانو د ترهه ګرې حملې په غندلو سره زیاته کړه هغه کسان چی دغه جنایت یې وکړ د اسلام اصولو ته پایبنده ندی . هغه زیاته کړه په دغو حساسو شرایطو کې چی دښمنان په ډول ډول پلمو سره مسلمانانو ترمینځ درز رامینځته کوی ضروری ده چی خلک د دینی عالمانو له لارښونو په استفادې سره د غلیمانو دسیسې شنډې کړی  .