د پاکستان لومړی وزیر وویل عاشورا د استقامت او شجاعت درس دی
زمونږ خبریال راپور راکوی د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف په اسلام اباد کې د حضرت امام حسین علیه سلام د عاشقانو په ټول کې د عاشورا پیښه د بشریت غمیزه وبلله او ویې ویل مونږه د عاشورا له مکتبه د بصیرت او عدالت غوښتنې درس اخلو
. نواز شریف وویل چی حضرت امام حسین علیه سلام په خپل شهادت سره مسلمانانو ته دا درس ورکړ چی د اسلام ژوندی ساتل او د ښمنانو په وړاندې له مظلوم او حق دفاع واجبه ده او دا د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص له حکمونو یو حکم دې . نواز شریف زیاته کړه حضرت امام حسین ع د بشریت لپاره د لارې مشال دې او مونږه باید په اتحاد او وحدت سره د حضرت امام حسین مریدان او د هغه حضرت د لارې دوام ورکونکی شو .
له بلې خوا افغان ولسمشر اشرف غنی هم نن په کابل کې د حسینی ویرجنو په ټول کې په سخی زیارت کې په حسینی عزادارانو د ترهه ګرې حملې په غندلو سره زیاته کړه هغه کسان چی دغه جنایت یې وکړ د اسلام اصولو ته پایبنده ندی . هغه زیاته کړه په دغو حساسو شرایطو کې چی دښمنان په ډول ډول پلمو سره مسلمانانو ترمینځ درز رامینځته کوی ضروری ده چی خلک د دینی عالمانو له لارښونو په استفادې سره د غلیمانو دسیسې شنډې کړی .