پاکستان هماغه راز دترهه ګرو مرکز او ځاله ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i28315-پاکستان_هماغه_راز_دترهه_ګرو_مرکز_او_ځاله_ده
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ دپاکستان رسنیو لیکلی دی ، دامریکا دخارجه وزارت ویندوی جان کربی یو ځل بیا دپاکستان په ضد خپله تکراری ادعا اوتورونه مطرح کړی او پر پاکستان ئې غږکړی چې ترهه ګرو ډلو ته دې اجازه ورنکړی څو د دغه هیواد په حدودو کې پناه واخلی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 13, 2016 13:43 Asia/Kabul
  • پاکستان هماغه راز دترهه ګرو مرکز او ځاله ده

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ دپاکستان رسنیو لیکلی دی ، دامریکا دخارجه وزارت ویندوی جان کربی یو ځل بیا دپاکستان په ضد خپله تکراری ادعا اوتورونه مطرح کړی او پر پاکستان ئې غږکړی چې ترهه ګرو ډلو ته دې اجازه ورنکړی څو د دغه هیواد په حدودو کې پناه واخلی .

  جان کربی  ویلی دی ،  له پاکستان سره خپلې ملګرتیاته دوام ورکوی  ،خو    هماغه شان له پاکستانه غواړو  چې اجازه دې دورنکړی څو ترهه ګر  په ډله ایز ډول او یا شخصی ډول   د دغه هیواد په خاورې کې  پټ شی اویا ټرینینګونه وکړی.

 دالومړنی ځل نه دی چې  امریکا  له پاکستانه غواړی  چې دحقانی چینل  او طیبه لښکرپشمول   دترهه ګرو ډلو په ضد دې جدی اقدامات وکړی . امریکا په ځلونو   له ترهه ګرو ډلو سره دپاکستان دجدی چلند   دنه کولو تورونه مطرح کړی دی

دغو ډلو  په افغانستان کې امریکا اوناټو ته سخت تاوانونه رسولی دی او دکابل  او واشنګټن حکومتونه  باوری دی  دغه ډلې  دپاکستان  په سرحدی قبایلی سیمو کې پټنځایونه او کیمپونه  لری .

 له دې مخکې هم د امریکا دخارجه وزارت مرستیال  ویندوی مارک ټونر  هم  ویلی وو چې   مونږ  په بشپړ  روښانه ډول له پاکستانیو چارواکو غوښتی دی  چې  دغه هیواد باید دهغو ډلو پشمول  له ټولو وسله والو  ډلو سره چې    دپاکستان په ګاونډیو هیوادونو کې ترهه ګربریدونه کوی ، سخت چلند وکړی  او  له ترهه ګرو ډلو سره په مبارزې اوچلند کې دې توپیر نه کوی ،پاکستان  باید  د ترهه ګرو ډلو  او ورانکارو لورو  پټنځایونه او روزونکی کیمپونه  له مینځه یوسی .

 داپه داسې حال  کې د ی چې  دپاکستان  حکومتی اوپوځی چارواکی دغه شان تورونه ردوی او   وائی چې پاکستان پخپله د ترهه ګرۍ قربانی دی او  له ترهه ګرو اووسله والو ډلو سره سخت چلند کوی .