د پاکستان په پنجاب صوبه کې اته ترهه ګر ووژل شول
زمونږ خبریال راپور راکوی د پاکستان پولیسو وویل د پنجاب صوبې په ډیره غازی خان کې د امنیت ځواکونو په ننیو عملیاتو کې ۸ ترهه ګر مړه او ۳ هم وتښتیدل . وژل شوی ترهه ګر د پاکستان د طالبانو او القاعدې ترهه ګرو ډلو پورې تړلی دی . د پولیسو په وینا ترهه ګرو په ډیره غازی خان کې په امنیتی ځواکونو ، شیعیانو او دولتی او پوځی ودانیو پرضد د حملې پلان درلود .
په دغو عملیاتو کې له ترهه ګرو ډیره وسله او چاودیدونکی مواد هم نیول شوی دی . له بلې خوا راپورونه وایی چی په ډیره اسماعیل خان کې د عاشورا د عزادارۍ له جلوسونو څو ساعته وروسته تکفیری ترهه ګرو د دغه ښار په حاجی مورا سیمه کې یو اتلس کلن ځوان سید عامر حسین شاه شهید کړ خو تراوسه یې قاتلین ندی نیول شوی .
د پاکستان له بلوچستان صوبې هم خبر رارسی چی ترهه ګرو نن په کویټه کې درې پاکستانی پوله ساتونکی وژلی دی . دا خبره د پاکستان د بلوچستان صوبې د کویټه پولیسو تایید کړی ده . تراوسه کومې ډلې د دغې حملې پړه پرغاړه نده اخیستی .