په ګوادر بندر کښې دوه ساحلی ځواکونه ووژل شول
Oct 24, 2016 10:21 Asia/Kabul
د پاکستان په ګوادر بندر کښې د دغه هېواد دوه ساحلی ګارډ ځواکونه ووژل شول
د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې د پاکستان امنیتی سرچینو نن وویل، د دغه هېواد د جنوب لویدیځ په ګوادر بندر کښې د دغه هېواد دوه ساحلی ځواکونه د ناپېژندل شویو وسله والو په حمله کښې ووژل شول. د رپوټ له مخې په دغه حمله کښې دوه عامه کسان هم ژوبل شول. حمله کوونکی کسان له دغې پېښې وروسته د حملې له ځایه وتښتېدل.
د چین او پاکستان د ستر اقتصادی کرېډور د طرحې د شروع کېدو په وجه د ګوادر بندر امنیت د دواړو هېوادونو لپاره خاص اهمیت لری. په بلوچستان صوبه او د پاکستان په خاوره کښې د دغې اقتصادی منصوبې په نورو لارو کښې د امنیت نیشتوالے تل د چین اصلی اندېښنه وه او ده.
-----
ټیګونه