نننی یزیدیان په ښځو هم رحم نه کوی
پرونیو یزیدیانو په کربلا کښې لږ تر لږه ښځې نه وې وژلې، خو نننی یزیدیان په ښځو هم رحم نه کوی.
څو ورځې کیږی چې د پاکستان په کراچۍ ښار کښې په کورونو کښې دننه د محرم او صفر د میاشتو په مناسبت د ښځو مجلسونه جوړیږی چې په رڼا ورځ له لشکر جهنګوی او سپاه صحابه سره چې اوس د اهل سنت والجماعت په نامه فعالیتونه کوی د اړوندو ترهه ګرو ډلو د حملو هدف ګرځی او د هغوی وژنی او اجازه نه ورکوی چې د امام حسېن (ع) او د کربلا د شهیدانو په یاد کښې مراسم او مجلسونه جوړ شی دې لپاره چې د هغه وخت د یزید او د دې زمانې د یزیدیانو منحوس او حقیقی ماهیت په ډاګه نه شی.
زمونږ رېډیو په دې اړه د ټیلفون له لارې د پاکستان د یو نامتو شیعه عالم او د جعفریه ائتلاف د مشر علامه عباس کمېلی نظر وپوښتۀ چې په ځواب کښې یې وویل، له دېرشو نه زیات کلونه وشول چې په پاکستان کښې د مسلمانانو ترمېنځ د نفاق د رامنځته کولو او د پاکستان د ټوټې کولو په هدف سره د شیعه مسلمانانو د قتل عام لړۍ شروع شوې ده او نه ختمیږی. که د یوې مودې لپاره اودریږی هم خو څو ورځې پس بیا شروع شی.
د علامه کمېلی د وېنا له مخې په پاکستان کښې ترهه ګری له یو خاص ځایه کنټرولیږی او هر وخت چې وغواړی اودروی یې او هر کله چې ضرورت وی بیا یې شروع کوی. د پاکستان دغه نامتو دینی عالم وویل، له یوې خوا د اسلام دښمنانو او له بلې خوا د پاکستان دښمنانو دغه هېواد په خپل امن ځاے بدل کړے دے. د سپاه صحابه او لشکر جهنګوی په نامه ترهه ګرې ډلې چې د حکومت لخوا یوازې په خوله غېر قانونی اعلان شوې دی خو په عمل کښې فعالیت کوی او ترهه ګر یې په رڼا ورځ په شیعه مسلمانانو حملې کوی او د دغو ډلو مشران او ملایان د امنیتی ځواکونو په وړاندې د غونډو په جوړولو سره د شیعه ؤ په خلاف وېناګانې کوی او نعرې وهی، او حکومتی چارواکی او امنیتی ځواکونه یې فقط تماشا کوی او که شیعه په دغو ظلمونو باندې په اعتراض او له ځانه په دفاع کښې په سوله ایزو لاریونونو او جلوسونو لاس پورې کړی نو هغه وخت یې امنیتی ځواکونه مخه نیسی او فریاد کولو ته یې نه پرېږدی او حتی نیسی یې.
علامه عباس کمېلی د لشکر جهنګوی د ترهه ګرو په مقابل کښې د پاکستان د حکومت د خاموشۍ د علت په اړه هم وویل، له دې امله چې د دغې ډلګۍ ملاتړ د شیعه ؤ د مخالفو هېوادونو لخوا کیږی نو ځکه د پاکستان حکومت د هغوی د ترهه ګرۍ په فعالیتونو سترګې پټوی.
هغۀ د یو خاص هېواد د نوم له اخېستو نه بغېر د شیعه ؤ د مخالفو هېوادونو په اړه هم وویل، هغه هېوادونه چې منحرفه وهابی تفکر لری له دې چارې ډېر ویریږی چې که د هېواد خلق یې د امام حسېن (ع) په حقانیت او د یزید او د اوسنۍ زمانې د یزید صفته واکمنانو په اصلیت او ماهیت پوهه شی نو په داسې صورت کښې به هغه عېش او عشرتونه چې د دغو هېوادونو له خلقو سره د اړوندو تېلو په پېسو سره یې کوی ونه لری. خو د علامه عباس کمېلی د وېنا له مخې تل به داسې نه وی او دغه بېداری به د هغو هېوادونو خلقو ته چې حکومتونه یې د استعمار لاس پوسی دی او د اسلام په خلاف کاږۀ تفکرات لریه هم ورسیږی.
علامه کمېلی په کراچۍ ښار کښې د ښځو په مجلسونو باندې د ترهه ګرۍ وروستیو حملو ته په اشارې سره وویل چې پرونیو یزیدیانو په کربلا کښې لږ تر لږ ښځې نه وژلې خو نننی یزیدیان حتی په ښځو هم رحم نه کوی. د هغۀ د وېنا له مخې د محرم او صفر په میاشتو کښې په کراچۍ ښار کښې په کورونو کښې د ښځو زیات ماتمی مجلسونه کیږی او دغه بزدل او خبیث دښمنان حتی په کورونو کښې ښځې هم نه معاف کوی او ورباندې حملې کوی.
د پاکستان دغه نامتو شیعه دینی عالم وویل، شیعه مسلمانانو هم د دغه هېواد په جوړولو کښې بنیادی کردار ادا کړے دے او اوس هم په ښۀ ډول د خپل هېواد په خدمت بوخت دی او هم مالیې او ټېکسونه ادا کوی او هیڅوک دا نه شی ثابتولې چې شیعه ؤ د هېواد په خلاف فعالیت کړې وی خو په بدله کښې ورباندې بې مثاله ظلمونه کیږی او حکومت یې د امنیت د ساتلو لپاره هیڅ اقدام نه کوی.
د هغۀ د وېنا له مخې که دا سلوک دغسې روان وی نو شیعه مجبور دی چې په نړیواله سطح فریاد اوچت کړی، او له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتو وغواړی چې د لشکر جهنګوی او سپاه صحابه په شان ترهه ګرو ډلو د ظلمونو په وړاندې د پاکستان د حکومت د مجرمانه خاموشۍ په اړه اقدام وکړی.
زمونږ رېډیو همدارنګ د ترهه ګرو ډلو د فعالیتونو په وړاندې د پاکستان د حکومت او استخباراتی ادارو د خاموشۍ د وجې په اړه د ټیلفون له لارې د پاکستان د نامتو سیاستدان او د پیپلز پارټۍ د بلوچستان صوبې د عمومی سېکتر بسم ا... خان کاکړ نظر وپوښتۀ چې په ځواب کښې یې وویل هر کله چې دغه ترهه ګرې ډلې خپله د پاکستان د فوځ او استخباراتی ادارو په ذریعې سره جوړې شوې دی نو څه ډول د هغو په مقابل کښې اقدام کولې شی او نه یوازې د ترهه ګرۍ د اقداماتو په خلاف څه رد عمل نه ښئی بلکه د هغوی ملاتړ او مرسته هم کوی او هغوی د هېواد لپاره یوه سټراټیجکه سرمایه بولی.
هغۀ زیاته کړه، په پاکستان کښې هره اداره او هر ارګان داسې نشته چې په هېواد او خلقو زړۀ وسوزوی او د فوځ په شمول ټولې ادارې د خپلو ذاتی ګټو په فکر کښې دی.
---------
ترجمه: شاهین