تکفیریانو یو ځل بیا د پاکستان د مسلمانانو قتل عام وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i31891-تکفیریانو_یو_ځل_بیا_د_پاکستان_د_مسلمانانو_قتل_عام_وکړ
زمونږ رېډیو ته د رارسېدلو رپوټونو له مخې د پاکستان د بلوچستان صوبې په حَب سیمه کښې په شاه نورانی نومې یوې زیارتګاه کښې بېګا د یوې ځان وژونکې حملې له کبله چې د ماښام د نمانځه په وخت د یوې ښځې لخوا وشوه له شپېتو نه زیات زائرین ووژل شول او له سلو نه زیات نور ژوبل شول چې د ځینو زخمیانو حال پکې سخت بیان شوے دے او کېدې شی د سرتاوانونو شمېر زیات شی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 13, 2016 11:16 Asia/Kabul
  • تکفیریانو یو ځل بیا د پاکستان د مسلمانانو قتل عام وکړ

زمونږ رېډیو ته د رارسېدلو رپوټونو له مخې د پاکستان د بلوچستان صوبې په حَب سیمه کښې په شاه نورانی نومې یوې زیارتګاه کښې بېګا د یوې ځان وژونکې حملې له کبله چې د ماښام د نمانځه په وخت د یوې ښځې لخوا وشوه له شپېتو نه زیات زائرین ووژل شول او له سلو نه زیات نور ژوبل شول چې د ځینو زخمیانو حال پکې سخت بیان شوے دے او کېدې شی د سرتاوانونو شمېر زیات شی.

د ځای حکومتی چارواکو د وېنا له مخې د درملنې د وسائلو د کمښت او په دغه سیمه کښې د روغتون د نه شتون په  وجه د سرتاوانونو شمېر زیات شوے دے. حتی روغتونونو ته د زخمیانو د وړلو لپاره اېمبولنسونه له کراچۍ څخه چې د پېښې له ځایه دوه سوه کېلومیټره فاصله لری ولېږل شول.  

داعش ترهه ګرې ډلګۍ هم د دغې حملې ذمه واری په غاړه اخېستې ده او باید وویل شی چې په پاکستان کښې د مینځنی ختیځ داعشیان نشته بلکه د سپاه صحابه او لشکر جهنګوی په شان هم هغه معلوم الحال ترهه ګرې ډلې د داعش تر عنوان لاندې داسې جنایتونه ترسره کوی، البته دغو ترهه ګرو ډلګیو هم څو کاله وشول له داعش سره بیعت کړے دے او د ښځو او سړیو په شمول خپل کسان یې سوریې ته هم لېږلی دی او یو شمېر یې په سوریې کښې هلاک شوی دی.

د پاکستان حکومت هم د دغې پېښې په غندلو سره د دغه بوږنوونکی جنایت د عواملو د پېژندلو لپاره یوکمېشن ټاکلے دے چې تر اوسه ټولو هغو کمېشنونو چې د تېرو جنایتونو په حقله ټاکل شوی او ورته دنده سپارلې شوې ده د پام وړ او د خلقو د خوښې څه رپوټ نه دے وړاندې کړے.

زمونږ رېډیو په دې اړه د ټیلفون له لارې د پاکستان د مشهور قانون پوه او د عوامی نېشنل پارټۍ د مرکزی شورا د غړی لطیف آفریدی نظر وپوښتۀ چې په ځواب کښې یې وویل، د دغه تندلاریتوب او جنایت جرړې د پاکستان په حکومتی نظام کښې موجودې دی. د هغۀ د وېنا له مخې پاکستان د مذهب په بنیاد جوړ شوے دے خو په بنیادی توګه د حقیقی دین او مذهب له بویه هم خبر نه دے او یوازې په خوله باندې د دین او مذهب نوم استعمالوی خو په عمل کښې  د مذهب په خلاف عمل کوی. لطیف آفریدی تکفیری ډلګیو ته په اشارې سره چې په پاکستان کښې له تېرو څه د پاسه دېرشو کلونو راهسې د جهاد په نامه جوړې کړې شوې دی وویل، دغه ډلګۍ د افغانستان او هندوستان په هدف سره د پاکستان د استخباراتی ادارو لخوا جوړې کړې شوې دی او د پاکستان د امنیتی سټراټیجۍ او پالېسۍ په بنیاد دغه تندلارې ډلګۍ د سټراټیجکو وسلو یا سرمائې په توګه ګڼل کیږی او تر هغه وخته چې د هند او افغانستان په وړاندې د پاکستان پالېسی بدله نه شی دغه ډلګۍ به ختمې نه شی.

هغۀ همدارنګ د دغو تکفیری ډلګیو په تقویتولو کښې د سعودی کردار ته په اشارې سره اعتراف وکړ چې هغه سترې بودجې چې دغه تکفیری ډلګۍ ورته ضرورت لری له سعودی څخه یې پوره کوی. هغۀ څرګنده کړه چې د سعودی لخوا دغه بودجې د پاکستان د استخباراتی ادارو په ذریعې سره د دغو ډلګیو ترمېنځ وېشل کیږی.

زمونږ رېډیو همدارنګ د ټیلفون له لارې د تکفیری فکر د پېروکارو چې کلونه وشول په پاکستان کښې سنی او شیعه مسلمانان  د ترهه ګرو حملو هدف ګرځوی د پاکستان د یو ستر سنی عالم مولانا قاری عبدالرحمان نورزی نظر وپوښتۀ چې په ځواب کښې یې د شاه نورانی په زیارتګاه کښې د بېګانۍ ترهه ګرې حملې په غندلو سره  وویل، کلونه وشول سنی او شیعه مسلمانان او د هغوی د اولیاو  او بزرګانو په مزارونو حملې کوی او اوس د همدغه فکر پېروکار په سوریې او عراق کښې د انبیاو علیهم السلام په مزارونو هم حملې کوی او ویجاړوی یې چې د دین او مذهب هیڅ نښه نښانه پاتې نه شی چې په حقیقت کښې د اسلام اصلی دښمنان چې هم هغه یهود او نصارا دی د اسلام په خلاف د همدغو دسیسو شا ته شتون لری چې غواړی اسلامی ارزښتونه په کامله توګه هېر کړې شی. هغۀ د سعودی  باچائی رژیم ته په اشارې سره وویل چې دغه رژیم چې د برطانیې د دسیسې په بنیاد جوړ شوے دے د بنی امیه ؤ د ملوکیت پېروکار  رژیم دے چې مقصد یې سوچه محمدی اسلام ته له ګوزار ورکولو نه بغېر بل څه نه دے. د پاکستان دغه نامتو سنی عالم په دغه هېواد کښې د اکثرو مذهبی مدرسو نصاب ته په اشارې سره وویل چې حکومت مذهبی مدرسې په  خپل حال ازادې پرېښودی دی او سعودی هم له تیلی ډالرو نه په استفادې سره دغه مدرسې یو ډول قبضه کړی دی او وهابی او تکفیری تفکر یې دغو مدرسو ته ورنناباسلے دے. هغۀ زیاته کړه چې د شیعه، سنی ، دیوبندی او بریلوی په شمول د اسلام عالمان پکار دی په نړیواله سطح په دې حقله فکر وکړی او د تکفیری منحوسې ښکارندې مخه ونیسی او که نن دا کار ونه شی نو سبا به ډېر ناوخته شوے وی.

په پاکستان کښې دنیا خصوصی ټیلی ویژنی چېنل هم د امریکې د نفوذ لورنکی سېنېټر ګرېس مرفی په نقل سره د پاکستان په دینی مدرسو کښې د سعودی د نفوذ په اړه یو رپوټ خپور کړے دے چې د دغه رپوټ له مخې په پاکستان کښې څلوریشت زره مذهبی مدرسې موجودې دی چې له دغو څلوریشتو زره مدرسو څخه د زرګونو مدرسو مالی او فکری ملاتړ د سعودی لخوا کیږی.

سېنېټر کرېس مرفی چې څه موده مخکې یې د امریکې د بهرنیو چارو د تعلقاتو د شورا په فکری مرکز کښې وېنا کوله اعتراف وکړ چې په پاکستان کښې په زرګونو مذهبی مدرسې چې د سعودی لخوا یې مالی ملاتړ کیږی په پاکستان کښې د یو بل د نه زغملو سبب کیږی. د دغه امریکائی سېنېټر د وېنا له مخې دغه مذهبی مدرسې د شیعه ؤ او لویدیځ په خلاف احساسات راپاروی. کرېس مرفی د خپلې وېنا په دوام کښې زیاته کړه، سعودی له نولس سوه شپېتم کال نه تراوسه د وهابیت د پراختیا لپاره د نړۍ په سطح په تېره بیا په پاکستان کښې په مختلفو مذهبی مدرسو او مرکزونو کښې یو سل میلیارډ ډالره خرچ کړی دی. البته باید وویل شی چې وهابیانو او تکفیریانو چې تر اوسه څومره ترهه ګرې  حملې کړی دی زیاتره د مسلمانانو په تېره بیا د شیعه مسلمانانو په خلاف وې او دی.

--------