د ترکیې ولسمشر د پاکستان له وزیراعظم سره کتنه وکړه
د ترکیې او پاکستان لوړ رتبه پلاو نن د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف په مشرۍ په اسلام آباد کښې خبرې اترې وکړې.
د ترکیې چاپ ملیت ورځپاڼې د لیکنې له مخې د ترکیې ولسمشر نن له نواز شریف سره په ګډ اخباری کانفرنس کښې د جولائۍ د پینځلسمې له ناکامۍ کودتا نه وروسته د ترکیې له حکومت څخه د پاکستان د حکومت له ملاتړه قدرونه وکړه.
رجب طیب اردوغان وویل د فتو په نامه د فتح ا... ګولن ډلې د جولائۍ د پینځلسمې په کودتا کښې رول لرلے دے.
د ترکیې ولسمشر له دې مخکې د پاکستان د ولسمشر ممنون حسېن په کتنه کښې هم د دواړو هېوادونو د تعلقاتو په پراختیا تاکید وکړ.
په دې کتنه کښې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو تاکید وکړ چې د کشمیر مسئله پکار دی د ملګرو ملتو د پرېکړلیکونو له لارې هواره شی.
-------