په پاکستان کښې د داعشی ترهه ګرو نیونه
د پاکستان چاپ نیوز ورځپاڼې په نقل سره زمونږ د رېډیو د رپوټ له مخې د پاکستان استخباراتی ادارو یو رپوټ خپور کړے دے چې د هغۀ له مخې څوارلس پاکستانیان تېره میاشت په داعش کښې د شاملېدو لپاره افغانستان او سوریې ته رسېدلی دی.
دغو استخباراتی ادارو همدارنګ ادعا کړې ده چې تېره هفته یې په لسګونو داعشی ترهه ګر په لاهور ښار کښې نیولی دی چې ډېرې په زړۀ پورې افشاګرۍ یې کړی دی. د دوه زره شپاړسم کال په شروع کښې نولس کلنۍ مېرمن ماریه بی بی وړومبې د فېس بک له لارې او بیا د ټیلیګرام له لارې په سوریې کښې د داعش له یو قوماندان قاری عابد سره تماس ټینګ کړ. ماریې بی بی په انټرنېټ کښې د داعش د وېډیوئی پروپېګنډو ترتاثیر لاندې راغلې وه. قاری عابد ورو ورو ماریه بی بی او د هغې خاوند د تش په نامه جهاد لپاره اماده کړل. ماریې خپل اولس کلن خاوند چې تنزیل نومېدۀ سوریې ته د تلو لپاره اماده کړ او د فېس بک له لارې له ابوبکر البغدادی سره له بېعت نه پس دغې ځوانې جوړې د ایران او بیا د ترکیې له لارې سوریې ته د تلو پلان جوړ کړ. دغه رپوټ زیاتوی چې قاری عابد چې په سوریې کښې موجود دے داعش ترهه ګرې ډلې ته د جذبولو لپاره د فېس بوک او ټیلیګرام له لارې زلمیان او ځوانان راضی کوی او بیا د خپلوهغو ملګرو له لارې چې په پاکستان، ترکیې او افغانستان کښې پراته دی سوریې ته لېږل کیږی. قاری عابد د خپل ورارۀ چې نبیل احمد نومیږی او په ابوعبدا... مشهور دے له لارې دغه ډول کسان چې په داعش کښې شاملېدل غواړی مالی وسائل برابروی. نبیل احمد په ترکیې کښې مېشته د داعش له قوماندان شاهزېب سره رابطه لری چې په پاکستان کښې خپل همفکره کسان د ایران د ویزې حاصلولو لپاره د شیعه و د مقدسو زیارتونو یعنې د اهلبېتو علیهم السلام د زیارتونو په بهانه د ایران له لارې ترکیې ته لار ښونه کوی. قاری عابد په ایران او ترکیه کښې خپل اېجنټان لری چې داعش ته جذب شوی کسان د ایران له لارې ترکیې او سوریې ته رسوی.
د رپوټ له مخې ځینې کسان د افغانستان د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ته هم تلی دی چرته چې د نبیل احمد کشر ورور تنزیل احمد او د هغۀ د تربور محمد یاسین چې په عمران مشهور دے د ملګرو په توګه موجود دی. یاسین او تنزیل په جلال آباد کښې له خپلو کورنیو سره مېشته د داعش غړی وو او په افغانستان کښې یې حملې کولې. د دغه رپوټ له مخې داعش ترهه ګرو د پاکستان په پنجاب صوبه کښې د پېسو د ترلاسه کولو لپاره څو ترهه ګر عملیات ترسره کړی دی او د پېسو د حاصلولو لپاره به یې شیعه کسان تښتول او له لاهور څخه زیات کسان داعش ته جذب شوی او سوریې ته لاړ دی او ځینې زلمیان په داعش کښې د شاملېدو لپاره افغانستان ته لاړ دی.
د پاکستان د پنجاب صوبې د ترهه ګرۍ په خلاف د ادارې چارواکی اعتراف کوی چې دغه معلومات یې د داعش له هغو کسانو څخه چې تېره هفته نیولی دی ترلاسه کړی دی. د داعش یو قوماندان چې تېره هفته په راولپنډۍ کښې په یوه نښته کښې هلاک شو او د ترهه ګرۍ په خلاف اداره ادعا لری چې په لسګونو پاکستانیان چې داعش ته جذب شوی دی او غوښتل یې له هېواده بهر لاړ شی نیول شوی دی او وسلې، تبلیغی مواد، د فوځ په خلاف سټېکرونه، لېپ ټاب او د داعش وېډیوګانۍ هم ترې کشف او ضبط شوی دی. په دغو کسانو کښې چې په لاهور کښې د داعش د جګړمارو په توګه نیول شوی دی نبیل احمد چې په ابوعبدا... مشهور دے او د هغۀ ښځه چې خدیجه بی بی نومیږی، عبدا... ډار، محمد اقبال او د هغۀ ښځه رقیه بانو او د هغۀ لور اقراء اقبال، یوسف الاسلام، بدرالاسلام، ابوبکر چې په سرمد مشهور دے او د هغۀ ښځه اقصی، حق نواز، حافظ راحیل، محمد انور، د طیب چې په ابو احمد مشهور دے ښځه جوېریه او د قاری عابد ښځه آمنه بی بی شامل دی او په دغه نېټ ورک کښې په لسګونو نور کسان هم شامل دی چې پېژندل ګلی یې دوام لری.
باید وویل شی چې په زرګونو تندلاری او هغه پاکستانیان چې مسکینان دی داعش ته جذب شوی او سوریې ته د جنګ لپاره تلی دی. له دغو څخه څو تنه چې د سوریې د فوځ په لاسو نیول شوی دی دا اعتراف لری چې په پاکستان کښې د ځینو چارواکو لخوا د سعودی لپاره برتی شوی دی او د میاشتې درې زره ډالر تنخواګانې اخلی. له دغو کسانو څخه د نیول شوی یو کس د وېنا له مخې دغه کسان وړومبې سعودی ته لېږل کیږی او هلته کښې د تشیع په خلاف له برېن واشنګ نه علاوه ورته فوځی ټرېننګ ورکړې کیږی او په سوریې کښې جنګ لپاره لېږل کیږی.
نو د دغه رپوټ له مخې د پاکستان حکومت او استخباراتی ادارې پکار نه دی د داعش د یوازې څو تنو په نیولو سره مسئله پاکه کړی. که واقعاً اراده لری چې په خپل هېواد کښې د داعش جرړې وباسی نو پکار دی په پاکستان کښې د سعودی او د دغه هېواد د هغو عواملو لاسونه غوڅ کړی چې د داعش او وهابیت د تفکر او ترهه ګرۍ د خپرولو لپاره په فعالیت بوخت دی.
پاکستان چې د تکفیری ډلو په جوړولو کښې اوږده مخینه لری داعش هم د سپاه صحابه او لشکر جهنګوی په شان د دغه هېواد له هم هغو تکفیری ډلګیو څخه په استفادې او د سعودی په مرستې سره له پاکستانه زیات کسان برتی کړی دی.
-----