په پاکستان کښې درې امنیتی ځواکونه ووژل شول
Nov 22, 2016 13:17 Asia/Kabul
د پاکستان په خېبر پختونخوا صوبه کښې د بم د چاودنې له امله درې امنیتی ځواکونه ووژل شول.
د سحر چېنل د رپوټ له مخې دغه بم نن سهار د پېښور په بشیر آباد سیمه کښې د پاکستان د امنیتی ځواکونود موټر د تېرېدو په لاره کښې وچاودۀ چې له کبله یې د دغو دریو ځواکونوله وژل کېدونه علاوه درې نور تنه ژوبل شول.
چا کس یا ډلې د دغې چاودنې ذمه واری په غاړه نه ده اخېستې.
ټیګونه