د پاکستان په مهمندو اېجنسۍ کښې څلور ترهه ګر په هلاکت ورسېدل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i33256-د_پاکستان_په_مهمندو_اېجنسۍ_کښې_څلور_ترهه_ګر_په_هلاکت_ورسېدل
لږ تر لږه څلور ترهه ګر هغه وخت چې په مهمندو اېجنسۍ کښې یې په یو فوځی کېمپ باندې حمله کوله د پاکستان د امنیتی ځواکونو په لاسو ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 26, 2016 12:05 Asia/Kabul
  • د پاکستان په مهمندو اېجنسۍ کښې څلور ترهه ګر په هلاکت ورسېدل

لږ تر لږه څلور ترهه ګر هغه وخت چې په مهمندو اېجنسۍ کښې یې په یو فوځی کېمپ باندې حمله کوله د پاکستان د امنیتی ځواکونو په لاسو ووژل شول.

د ډان خبری سائیټ د رپوټ له مخې د پاکستان د فوځ ویاند جنرل عاصم باوجوه وویل په دغه پېښه کښې چې نن په غلنۍ سیمه کښې رامنځته شوه دوه پاکستانی عسکر هم ووژل شول.

د پاکستان د دغه فوځی چاراکی د وېنا له مخې امنیتی ځواکونه په دې کښې کامیاب شول چې څلور ترهه ګر چې چاودېدونکی جاکټونه یې اغوستی وو د یوې ځان وژونکې حملې په ترسره کولو کښې ناکامه کړی.

د امنیتی سرچینو د وېنا له مخې په دغه حمله کښې څوارلس تنه نور پاکستانی عسکر هم ژوبل شول.

جماعت الاحرار ډلې د دغې حملې ذمه واری په غاړه واخېسته.

د امنیتی سرچینو د رپوټ له مخې له دغې پېښې وروسته په مهمندو اېجنسۍ کښې کرفیو ولګېده او یو فوځی هېلی کاپټر هم د حالاتو د جاجولو لپاره په فضاء کښې په الوت بوخت شو.

د مهمندو اېجنسی چې د افغانستان له پولې سره نزدې له قبائیلی سیمو څخه یوه سیمه ده له څه د پاسه یوې لسیزې راهسې پکې پاکستانی فوځی ځواکونه له القاعدې او طالبانو ترهه ګرو ډلو سره په جنګ بوخت دی،