د پاکستان په بلوچستان کښې دوه ترهه ګر هلاک کړے شول
Nov 29, 2016 12:26 Asia/Kabul
د پاکستان د بلوچستان صوبې په ډېره بوګټی سیمه کښې د دغه هېواد د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کښې دوه ترهه ګر ووژل شول او دوه نور ونیول شول.
د سحر چېنل د رپوټ له مخې د پولیسو په قول وژل شویو ترهه ګرو په قتلونواو په حکومتی ودانیو باندې په حملو کښې لاس لرۀ.
دوه ورځې مخکې هم د همدغې صوبې د مستونګ ښار په کانک سیمه کښې له امنیتی ځواکونوسره د جهنګوی ترهه ګرې ډلې په نښته کښې د دغې ډلې دوه ترهه ګر ووژل شول
په پاکستان کښې جهنګوی لښکر او سپاه صحابه په بشپړه توګه پېژندل شوې ترهه ګرې ډلې دی چې د شیعه مسلمانانوپه شمول یې د دغه هېواد د سلګونو خلقو په قتل عام کښې لاس لرلے دے.
--------
ټیګونه