د پاکستان د فوځ پخوانی قوماندان هند ته خبردارے ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i33604-د_پاکستان_د_فوځ_پخوانی_قوماندان_هند_ته_خبردارے_ورکړ
د پاکستان د فوځ پخوانی ستر قوماندان د کشمیر په کنټرول لائن کښې د پاکستانی فوځیانود توانمنۍ په اړه د هند غلطو محاسباتو د پائیلو په اړه خبردارے ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 29, 2016 13:40 Asia/Kabul
  • د  پاکستان د فوځ پخوانی قوماندان هند ته خبردارے ورکړ

د پاکستان د فوځ پخوانی ستر قوماندان د کشمیر په کنټرول لائن کښې د پاکستانی فوځیانود توانمنۍ په اړه د هند غلطو محاسباتو د پائیلو په اړه خبردارے ورکړ.

د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې جنرل راحیل شریف نن  د جنرل قمر جاوېد باجوه ته د پاکستان د فوځ د قوماندانۍ د سپارلو په مراسمو کښې وویل، په وروستیو میاشتو کښې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د دغه هېواد د امنیتی ځواکونو د حملو زیاتېدل د دې سبب شوی دی چې د سیمې سوله او امنیت وګواښلې شی.

جنرل راحیل شریف هند ته خبردارے ورکړ چې د وروستیو تاوتریځوالو په وړاندې د دغه هېواد غلط محاسبات او د اسلام آباد زغم کمزوری ګڼل به خطرناک وی.

هغۀ وویل، د اېشیا په جنوب کښې پائېدار امنیت او سوله د کشمیر د مسئلې له هواری نه بغېر امکان نه لری.

جنرل قمر جاوېد باجوه چې د پاکستان د ولسمشر لخوا د دغه هېواد د فوځ د نوی قوماندان په توګه وټاکل شو نن په راولپنډۍ کښې په یو لړ مراسمو کښې له جنرل راحیل شریف څخه د فوځ د قوماندانۍ پوسټ حاصل کړ.