په پاکستان کښې د افغان مهاجرینو د اقامت تمدیدېدل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i34156-په_پاکستان_کښې_د_افغان_مهاجرینو_د_اقامت_تمدیدېدل
د پاکستان حکومت په دغه هېواد د افغان مهاجرینو اقامت یو ځل بیا تمدید کړو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 04, 2016 13:42 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د افغان مهاجرینو د اقامت تمدیدېدل

د پاکستان حکومت په دغه هېواد د افغان مهاجرینو اقامت یو ځل بیا تمدید کړو.

د ټریبیون اېکسپرېس د رپوټ له مخې د پاکستان حکومت  د افغان مهاجرینو د ستنېدو مهلت د دوه زره اتلسم کار تر دسمبره تمدید کړ.

دا په داسې حال کښې دی چې د دوه زره شپاړسم کال په وړومبیو وختونو کښې د پاکستان د خېبر پختونخوا صوبې حکومت خپل هېواد ته د افغان مهاجرینو په خپله خوښه د ستنېدو غوښتونکے شوے ؤ.

سږ کال له پاکستانه ګڼ شمېر افغان مهاجرین خپل وطن ته ستانه شوی دی. له دې مخکې د افغانستان د ملی وحدت د حکومت د اجرائی شورا د مشر عبدا... عبدا... دویم مرستیال محمد محقق د مهاجرت ښکارنده په افغانستان کښې د څلورو لسیزو جنګ او په دغه هېواد باندې د ابر قدرتونو تېرے وبلۀ او ویلی یې وو چې پکار دی په آبرومندانه توګه د مهاجرینو د ستنېدو زمینه برابره کړې شی.