پاکستان تر سختو دباوونه لاندې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i34228-پاکستان_تر_سختو_دباوونه_لاندې
زمونږ رېډیو ته د رارسېدلو رپوټو له مخې د اېشیا زړۀ نومې شپږم کانفرنس چې د افغانستان د نا امنیو د علتونو د څېړنې او د هغو د ختمولو په هدف سره د څلوېښتو هېوادونو او نړیوالو ادارو د نمائندګانو په ګډون سره د هند په امرتسر ښار کښې وشو پرون د یوې اعلانیې په جاری کولو سره ختم شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 05, 2016 10:49 Asia/Kabul
  • پاکستان تر سختو دباوونه لاندې

زمونږ رېډیو ته د رارسېدلو رپوټو له مخې د اېشیا زړۀ نومې شپږم کانفرنس چې د افغانستان د نا امنیو د علتونو د څېړنې او د هغو د ختمولو په هدف سره د څلوېښتو هېوادونو او نړیوالو ادارو د نمائندګانو په ګډون سره د هند په امرتسر ښار کښې وشو پرون د یوې اعلانیې په جاری کولو سره ختم شو.

 په دغه اعلانیه کښې یو ځل بیا د افغانستان د جنګ د ختمولو لپاره سیاسی خبرې اترې او سیمه ایزې ملګرتیاوې مهمه چاره وبللې شوه. افغان ولسمشر اشرف غنی هم په دغه کانفرنس کښې وېنا وکړه او وې ویل، له تندلاریتوب او ترهه ګرۍ سره مقابله ډېر کار ته ضرورت لری . د سیمې هېوادونه او نړیواله ټولنه پکار دی پکې برخه واخلی.

هغه همدارنګ پاکستان ته په خطاب کښې وویل، له دغه هېواد څخه د هغۀ توقع دا ده چې له ترهه ګرۍ سره په مقابله کښې دې عملی اړخ ولری او د اشرف غنی د وېنا له مخې د پاکستان امنیتی ځواکونه پکار دی هغه سیمې هدف وګرځوی چې پکې ترهه ګرې ډلې موجودې دی. اشرف غنی څرګنده کړه چې که په پاکستان کښې د طالب ډلې د پټېدو ځایونه نه وې نو دغې ډلې یوه میاشت هم خپل فعالیت ته دوام نه شو ورکولې.

له بلې خوا د هند وزیراعظم نرېندرا مودی هم په دغه کانفرنس کښې په خپله وېنا کښې  د یو هېواد د نوم له اخېستو نه بغېر وویل چې د افغانستان ثبات او امنیت له پولو نه وراخوا له سخت ګواښ سره مخامخ دے. هغۀ څرګنده کړه چې نه یوازې د ترهه ګرو په خلاف بلکه د ترهه ګرو د ملاتړو په خلاف  هم پکار دی اقدامات وشی. دا په داسې حال کښې دی چې د پاکستان د وزیراعظم د بهرنیو چارو سلاکار چې د اېشیا زړۀ نومې کانفرنس کښې له ګډونه وروسته خپل هېواد ته ستون  شو په اسلام آباد کښې په یو اخباری کانفرنس کښې د افغان ولسمشر اشرف غنی وېنا د هند خوشحالولو لپاره وبلله او سخته یې وغندله. هغۀ زیاته کړه چې د امنیتی مسائلو په بهانه هغۀ ته اجازه ورنکړې شوه چې د اېشیا د زړۀ نومې کانفرنس ترڅنګه له مطبوعاتو سره خبرې وکړی. هغه همدارنګ وویل چې په داسې حال کښې چې پاکستان د ناامنۍ د دوام د عامل په توګه معرفی کیږی د افغانستان د جنګ د دوام عوامل د دغه حکومت په دننه کښې دی.

دا چې د پاکستان په خلاف د افغانستان او هند د ولسمشرانو تندې او تېزې وېناوې چې د اېشیا زړۀ نومې کانفرنس کښې وړاندې شوې د افغانستان په امنیتی حالت به تاثیر ولری یا نه؟ زمونږ رېډیو په  دې اړه د ټیلفون له لارې د پاکستان د بلوچستان صوبې د پیپلز پارټۍ د عمومی سېکتر بسم ا... خان کاکړ نظر وپوښتۀ چې په ځواب کښې یې د افغان ولسمشر او د هند د وزیراعظم د وېناو د تائیدولو ترڅنګه وویل چې حقیقت د تل لپاره پټ نه شی پاتې کیدې. هغۀ وویل له تندلارو او طالب ډلې څخه د پاکستان ملاتړ د رڼا  ورځې په شان ښکاره دے خو پاکستان په یوازې ځان د افغانستان د جنګ د دوام عامل نه شی کېدې.

د هغۀ د وېنا له مخې دغه  جنګ د سترو قوتونو په تېره بیا د امریکې لخوا  د یوې خطرناکې سناریو او منصوبې په بنیاد شروع کړے شوے دے. دغه هېواد که څه هم له ترهه ګرۍ سره د مقابلې په بهانه په افغانستان فوځی حمله کړې ده خو دا د عامه افکارو د غولولو لپاره ده او په حقیقت کښې یې په افغانستان کښې د جنګ د دوام سیاست په وړاندې نیولے دے او د پاکستان حکومت یې  چې د تاریخ په اوږدو کښې تل د امریکې په خدمت کښې ؤ او دے د دغو مقاصدو د پوره کولو لپاره ګمارلے دے. نو ځکه پاکستان که تر اوسه  په افغانستان کښې له تندلارو او ترهه ګرو ډلو څخه ملاتړ کړے دے د امریکې په غږملتیا سره دے او د افغانستان د جنګ له دوام څخه د امریکې مقصد دا دے چې د امنیت د ټینګولو په بهانه په افغانستان کښې خپل فوځی شتون ته دوام ورکړې شی چې د دغه هېواد له لارې د روسیې، چین او ایران او د مېنځنۍ اېشیا د هېوادونو په شان هېوادونه تر دباو لاندې راولی.او دغو هېوادونو ته ناامنۍ منتقلې کړی چې دغه هېوادونه اقتصادی ترقی ونکړې شی او په جنګو کښې بوخت وی او د همدارنګ د امریکې د خپل سرۍ په وړاندې ونه دریږی. کاکړ څرګنده کړه چې د سیمې هېوادونه د امریکې په دسیسو په درک کولو سره دې نتیجې ته رسېدلی دی چې نور پکار دی د دغه هېواد د خپل سریتوب مخه ونیسی او پاکستان ته هم پکار دی خپله لاره سمه کړی او د امریکې په ځاے د خپلو ګاونډی او سیمه ایزو هېوادونو ترڅنګه اودریږی، ځکه چې ژوند کول تل له ګاونډیانو سره وی نه له لریو پرتو هېوادونو سره او د سیمې هېوادونو هم په همدې وجه پاکستان تر دباو لاندې راوستے دے.

-----------

ترجمه: شاهین