په هند کښې د اېشیاء زړۀ نومې غونډه کښې د پاکستان استیضاح
د پاکستان په خلاف د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی تندو او تېزو څرګندونو چې د اېشیا زړۀ نومې وروستی کانفرنس کښې چې د تېر ایتوار په ورځ د افغانستان په اړه د هند په امرتسر ښار کښې وشو
له یوې خوا یې د پاکستان د حکومت او د دغه هېواد د ځینو سیاسی شخصیتونو او رسنیو لخوا سخت ردعملونه په ځان پسې ولرل چې وې ویل دغه څرګندونې د هندوستان د خوشحالولو لپاره شوی دی نو له بلې خوا د ځینو رسنیو او سیاسی شخصیتونو لخوا دا پوښتنه مطرح شوې ده چې اشرف غنی چې دوه کاله مخکې چې کله د افغانستان د ولسمشرۍ په مسند کېښناستۀ نو له پاکستان سره یې د دوستۍ نوے باب خلاص کړ او له دې مخکې چې د پاکستان سیال هند ته سفر وکړی اسلام آباد ته لاړ او له لوړ رتبه حکومتی چارواکو نه علاوه یې د دغه هېواد له لوړ رتبه فوځی چارواکو سره هم کتنې وکړې او د پاکستان د فوځ په لوے درسیتزوالۍ کښې د دغه هېواد د فوځ د ستر قوماندان لخوا یې هرکلے وشو، نو بیا ولې دوه کاله پس هم هغه افغان ولسمشر اشرف غنی د پاکستان په دښمن بدل شو او د دغه هېواد د دښمن یعنې هند په خاوره کښې د اسلام آباد په خلاف وېنا وکړه؟
اشرف غنی په خپله وېنا کښې چې په هند کښې د اېشیا زړۀ نومې کانفرنس کښې د پاکستان د بهرنیو چارو د سلاکار سرتاج عزیز په موجودګۍ وکړه دغه هېواد په خپل هېواد کښې د ناامنیو د دوام اصلی عامل معرفی کړ او وې ویل له پاکستان څخه دا طمه لری چې د ترهه ګرۍ په خلاف دې عملی ګامونه پورته کړی. هغۀ زیاته کړه، په دغه هېواد کښې ترهه ګرې ډلې موجودې دی او که له طالب ډلې سره د پاکستان مرستې نه وې نو دغې ډلې یوه میاشت هم دوام نه شو پېدا کولې.
هغۀ همدارنګ د پاکستان لخوا د پینځه سوه میلین ډالری مرستې چې د بروکسل په وروستۍ غونډه کښې د انکشافی پروژو لپاره اعلان شوې وه په ردولو سره وویل چې افغانستان دغو پېسو ته ضرورت نه لری او پاکستان دې دغه پېسې د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو په ځپلو باندې خرچ کړی.
په پاکستان کښې دنیا ټیلی ویژنی چېنل په دې باره کښې په یو ګول مېز کانفرنس کښې دا پوښتنه مطرح کړه چې ولې اشرف غنی چې د خپل کار په ابتداء کښې یې پاکستان ته د دوستۍ لاس ورکړ، نن د دغه هېواد په یو دښمن بدل شوے دے؟ چې د پاکستان د سېنېټ غړی او د دغه هېواد د عوامی نېشنل پارټۍ یو مشر افراسیاب خټک یې په ځواب کښې وویل چې افغان ولسمشر په ابتداء کښې ځان پاکستان ته نزدې کړ او مقصد یې دا ؤ چې کېدې شی د دوستۍ په ذریعې سره پاکستان وهڅوی چې د طالب ډلې له ملاتړه لاس واخلی او دغه ډله له افغان حکومت سره خبرو اترو ته لارښونه کړی او پاکستان هم په دې اړه له کابل سره وعدې وکړې او د افغانستان، پاکستان، امریکې او چین څو څلور اړخیزې غونډې هم جوړې شوې. خو هغه ډول چې پکار دی په خپلو وعدو یې عمل کړے وې دا کار ونکړ بلکې په تېرو دوو کلونو کښې د تېرو وختونو په نسبت افغان جنګ سخت هم شو. د افراسیاب خټک د وېنا له مخې په داسې یو حالت کښې اشرف غنی باید څه ویلی وې، آیا له پاکستانه یې ګیله کړې وې یا یې تعریف او ستائېنه کړې وې؟
زمونږ رېډیو په دې اړه د ټیلفون له لارې د افغانستان د سیاسی مسائلو د کارپېژاندی قاضی محمد حسن حقیار نظر وپوښتۀ چې په ځواب کښې یې وویل،کله چې اشرف غنی تازه ولسمشر شوے ؤ د پاکستان په وړاندې یې د دوستۍ سیاست غوره کړ او دغه هېواد ته یې زیات سفرونه وکړل او حتی د ډېموکرېسۍ د اصولو په اپوټه د پاکستان د فوځ لوے درستیزوالۍ ته هم لاړ، البته ځینې کارپېژاندی په دې باره کښې دا نظر لری چې له دې امله چې اشرف غنی پوهېدۀ چې په پاکستان کښې د افغان مسئلې په باره کښې اصلی سیاست فوځ غوره کوی دا خبره ومنله چې پکار دی د دغه هېواد د فوځ له مشرانو سره په خاصه توګه کتنه وکړی.
حقیار وویل چې افغان ولسمشر اشرف غنی له هېوادونو سره د افغانستان د تعلقاتو لپاره څو بېلټونه جوړ کړی وو چې پاکستان په هر بېلټ کښې موجود ؤ خو د حقییار د وېنا له مخې پاکستان ځان ته د اشرف غنی نزدې کېدل د هغۀ کمزوری وګڼله او په افغانستان کښې یې خپل مداخلت لا زیات کړ. نو ځکه اشرف غنی د حجت له تمامولو وروسته چې کله ولیدل چې پاکستان په هیڅ صورت کښې په افغانستان کښې له مداخلته لاس نه اخلی نو په پاکستان باندې له سختې نیوکې نه بغېر یې بله چاره نه لرله. د هغۀ د وېنا له مخې یوه موده وشوه چې هغۀ په دغه هېواد باندې سختې نیوکې کړی دی خو هغه نیوکه چې په هند کښې د اېشیا زړۀ نومې وروستۍ غونډه کښې وشوه له تېرو نیوکو سره یې فرق لرۀ او ویلې شوو چې افغان ولسمشر اشرف غنی د اېشیا زړه نومې کانفرنس کښې د څلوېښتو هېوادونو او ادارو د استازیو په موجودګۍ کښې پاکستان استیضاح ته راکښکۀ.
د افغانستان د چارو دغه کارپېژاندی چې څه موده مخکې یې په اسلام آباد کښې د پګواش کېنېډائی موسسې لخوا د جوړې شوې د افغانستان او پاکستان د سیاسی کارپېژاندو په غونډه کښې هم ګډون کړے ؤ وویل چې د پاکستان اکثر سیاستوالان د افغانستان په وړاندې د خپل هېواد د سیاست په حقله چې د دغه هېواد د فوځ لخوا غوره کیږی معترض وو. د حقیار د وېنا له مخې د اشرف غنی هغه نیوکه چې د اېشیا زړۀ نومې کانفرنس کښې یې په پاکستان وکړه کېدې شی له یوې خوا نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه او له بلې خوا هم د پاکستان سیاسی حلقې دې ته مجبورې کړی چې پاکستان تردباو لاندې راولی چې په افغانستان کښې خپل مداخلتونه ختم کړی.
--------