د پاکستان د بهرنی سیاست ډېره لویه ماتې
د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کښې ((د بهرنی سیاست ترټولو لویه ماتې)) ترعنوان لاندې یوه مقاله خپره کړې ده.
د دغې مقالې په شروع کښې د دغه هېواد په وزیراعظم نواز شریف باندې نیوکه شوې ده چې ولې یې د دریو کلونو د تېرېدو باوجود تر اوسه د بهرنیو چارو وزیر نه دے ټاکلے؟ چې دا چاره د د دغې مقالې لیکونکی د وېنا له مخې د دې خبرې ښودنه کوی چې په پاکستان کښې بهرنے سیاست هیڅ اهمیت نه لری او نواز شریف یې په دې تورن کړے دے چې د هېواد له بهرنیو چارو څخه هم د خپل شهرت او منفعت لپاره استفاده کوی. د مقالې لیکوال سارک کانفرنس ته په اشارې سره ولیکل، ټاکلې شوې وه چې دغه غونډه به په نومبر میاشت کښې په پاکستان کښې جوړه شی خو د یو صحیح سیاست د نیشتوالی په وجه دغه کانفرنس د هند په تدبیر سره ونه شو او د دغه کانفرنس مسلمانو غړیو افغانستان او بنګلادېش هم له هند سره ملګرتیا وکړه او دغه کانفرنس لغو شو چې په بهرنی محاذ کښې دا د هندوستان لپاره یوه ډېره لویه کامیابی ګڼلې کیږی چې پاکستان یې د خپلو ګاونډیانو له ملګرتیا څخه هم بې برخې کړو خو د پاکستان وزیراعظم په دغه حساسه موقع هم کوشش ونۀ کړ چې خپل بهرنے سیاست صحیح او مضبوط کړی او په رسمی توګه یې د بهرنیو چارو یو وزیر ونه ټاکۀ چې معنا یې دا شوه چې د بهرنیو چارو وزارت د نواز شریف په نزد هیڅ حېثیت او ارزښت نه لری.
نو په داسې حال کښې چې د یو هېواد د بهرنیو د چارو د وزارت څېره داسې وی چې نړیوال د دغې څېرې په لیدو سره یو هېواد ته ګوری او هغه د دغې څېرې په لیدو سره پېژنی. چې پاکستان له بده مرغه په بهر کښې ښه څېره نه لری.
د نړۍ خلق پاکستانیان د ترهه ګرو او تندلارو په توګه پېژنی چې تر ټولو لوے علت یې د دغه هېواد د عاقبت نااندېشه واکمنانو تباه کوونکی سیاستونه دی چې هغوی د ملی ګټو په ځاے د خپلو بهرنیو بادارانو او اربابانو د خوشحالولو لپاره غوره کړل چې د هم دغو سیاستونو په بنیاد د تندلارو ډلو په تشکیلولو سره پاکستان ته مالی مرستې راماتې شوې او دغه هېواد له ټولې دنیا څخه جګړمار کسان راغونډ کړل او وې روزل او هغوی یې د هغو کسانو په خلاف جنګ ته ولېږل چې اصلاً د پاکستان دښمنان نه وو.
ځینو کسانو په دغه وخت کښې اندېښنه څرګندوله چې هغه تندلاری چې پاکستان یې لری او روزی یې یوه ورځ به د پاکستانیانو مرۍ هم پرې کړی، خو بهرنیو نوکرانو به هغه تندلاری د عقیدتی او نظریاتی پولو محافظان بلل. بلکه بهرنیو اربابانو به د پاکستان عاقبت نااندېشه واکمنان داسې هڅول چې هغوی به دا باور کوۀ چې له یو ابر قدرته کم نه دی او د همدغه توهم په بنیاد د پاکستان عاقبت نااندېشه واکمنانو ځانونه د افغانستان فاتحان بلل او افغانستان یې د خپلې پینځمې صوبې په توګه سټراټیجک مرکز وبلۀ خو بیا وروسته معلومه شوه چې له نشه ایزو موادو، د کلاشنکوف کلتور، افغان مهاجرینو او ترهه ګرۍ نه بغېر بل څه د پاکستان په برخه نه شول او هغه قوتونه چې پاکستان یې دې ورځې ته ورسوۀ نن یې دغه هېواد د ترهه ګرو سرغنه او مرکز وګرځوۀ او په ټوله نړۍ کښې لګیا دی پاکستان رسوا کوی او د دغو قوتونو د خوشخدمتۍ په وجه د پاکستان عاقبت نااندېش واکمنانو خپل وطن په وینو لړلے دے او خپل هر څه یې قربانی کړل او د هغه قول مطابق چې نه یې خداے په برخه شو او نه د صنم وصال.
په تېره هفته کښې د هند د اېشیا زړۀ نومې کانفرنس کښې د ماتې خوړلی سیاست په وجه بدنامی د پاکستان په برخه شوه چې د لسګونو هېوادونو د نمائندګانو په غونډه کښې د اشرف غنی لخوا د ترهه ګرۍ د ملاتړ او مرکز په توګه ونومولے شو. او د دغه کانفرنس په ګډه اعلانیه کښې د لشکر طیبه، جېش محمد او حقانی په شان تندلارو ډلو یادول د پاکستان د رسوائۍ سبب شول چې د پاکستان لخوا ورته له زیات نه زیات ځواب دا ؤ چې د دغه هېواد د بهرنی سیاست سلاکار سرتاج عزیز له کانفرنسه ووتۀ او خپل هېواد ته ستون شو.
د دغې مقالې په تائیدولو سره پکار دی پکې دا خبر زیاته کړې شی چې د کلاشنکوف له کلتور، نشه ایزو موادو او تندلاریتوب نه علاوه په تېرو څه د پاسه دېرشو کلونو کښې د پاکستان د عاقبت نااندېشه واکمنانو په ملګرتیا او د امریکې او برطانیې په غږملتیا سره د عربو هېوادونو په تېره بیا د سعودی لخوا د یو بل ناسور بیماری هم د پاکستان په مظلوم او مسلمان ولس باندې تپل شوې ده چې هغه د وهابیت او سلفیت تفکر دے چې د دغه غېر دینی او غېر انسانی تفکر د ترویج لپاره په پاکستان کښې د سعودی د تېلو میلیارډونه ډالره خرچ کړې شول، ځینې تش په نامه عالمان په پېسو واخېستل شول او د هغوی په مرستې سره د سپاه صحابه، لشکر جهنګوی وغېره په شان وهابی تکفیری ډلګۍ په دغه هېواد کښې جوړې کړې شوې چې هغوی بې له ځانه نور ټول کافران بولی او د خداے دګران رسول (ص) او د هغه حضرت د اهلبېتو علیهم السلام او اولیاء کرامو رضوان الله تعالی د تعریف، ستائېنې او مدحې ویلو ډېر سخت مخالف دی. پرون هم د همدې قماش یو شمېر کسان چې د میلاد النبی (ص) د نېکمرغه جشن په مراسمو باندې یې د حملې پروګرام جوړوۀ ونیول شول. په تېرو کلونو کښې هم په ځلونو د خداے د ګران رسول (ص) د هغه حضرت د کورنۍ او اولیاو په میلادونو او نورو پروګرامونو باندې ترهه ګرې او ځان وژونکې حملې شوی دی او همدا په حقیقت کښې د پاکستان د هغه بهرنی سیاست نتیجه ده چې د ذکر شوې مقالې لیکوال ډاکټر خالد جاوېد جان د دغه هېواد په بهرنی سیاست کښې یوه ډېره لویه ماتې تعبیر کړې ده.
--------