د پاکستان د مسلمانانولخوا د اسلام د دښمنانو د دسیسو شنډول
د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومی سېکتر وویل، د دغه هېواد مسلمانان په اتحاد او یووالی سره د اسلام د دښمنانو دسیسې شنډولې شی.
د سحر چېنل د رپوټ له مخې علامه راجه ناصر عباس جعفری په یو لړ مراسموکښې چې د خداے د ګران رسول (ص) د نېکمرغه میلاد په مناسبت جوړ شوی وو وویل، د پاکستان سنی شیعه مسلمانانو په دغو مراسموکښې په ګډون سره وښودله چې په دغه هېواد کښې د سنی او شیعه مسلمانانو ترمېنځ هیڅ ډول اختلاف نشته او د پاکستان مسلمانان سره یو موټے دی.
هغۀ وویل د پاکستان سنی او شیعه مسلمانانود ایران د اسلامی جمهوریت د بانی حضرت امام خمېنی (رح) په فرمان لبېک ووایۀ او د وحدت د اونۍ په مناسبت ګډ پروګرامونه جوړوی.
د ویلو ده چې سنی مسلمانان د ربیع الاول دولسمه او شیعه مسلمانان د همدې میاشتې اولسمه نېټه د پېغمبراکرم (ص) د ولادت ورځ بولی چې امام خمېنی (رح) د سنی او شیعه مسلمانانو ترمېنځ دغه فاصله د وحدت د اونۍ په اعلانولو سره ختمه کړه.
------