پاکستان ولې د ترهه ګرو په امن ځای بدل شو ؟
زمونږ خبریال راپور راکوی له پاکستانه راسیدلی راپورونه د دې ښودنه کوی چی د دغه هیواد د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د هغو ۱۳ ترهه ګرو د اعدام حکم چی د امنیتی عسکرو په ترور ، په چارسده کې د باچا خان پوهنتون پرضد په حملو او همداراز په یوه پوځی سیمه کې په یوه جومات په حمله کې شریک وو ، تایید کړ
. د پاکستان د پوځ د ویندوی په وینا د هغو ترهه ګرو حملو په نتیجه کې چی دغو ۱۳ ترهه ګرو لخوا شوی دی ، درې سوه پینځه شپیته (۳۶۵ ) بیګناه کسان مړه او ۳۶۶ هم ژوبل شوی دی .
د پاکستان د پوځ مشر همداراز په پیښور کې په ارمی پبلک ښونځی د ترهه ګرې حملې د دوهمې کلیزې په مناسبت په جوړو دستورو کې په خپلې وینا کې وویل د ښونځی د یوه یوه وژل شوی ماشوم غچ به له ترهه ګرو واخیستل شی . د هغه په وینا اجازه به ورنکړی چی د دغه ماشومانو وینه ضایع شی . د پاکستان له کویټه هم یو بل خبر راسیدلی دی چی ښئ دولت له ترهه ګرو سره چلند نه کوی . هغه راپور چی څو میاشتې مخکې په کویټه کې په حقوق پوهانو د ترهه ګرې حملې په اړه د قضایی تحقیقاتی کمیشن له لوری خپور شو ، دا ښئ چی حکومت له ترهه ګرو سره د چلند او اقداماتو په ارتباط تردید لری . دغه قضایی کمیشن په خپل راپور کې زیاتوی چی د ملی اقدام طرحه چی دوه کاله مخکې د پارلیمان لخوا تصویب او د خلکو له هر کلی سره مخامخ شوه خو تراوسه پرې عمل ندې شوې ، په دغه راپور کې له ترهه ګرو سره په چلند کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په نرمښت نیوکه شوی ده او پکې راغلی دی چی د پاکستان د مرکزی حکومت او صوبایی دولت کورنیو چارو وزیرانو په کویټه کې په حقوق پوهانو د ترهه ګرې حملې په اړه دروغ ویلی دی .
که د پاکستان د پوځ د مشر لخوا د ۱۳ ترهه ګرو د اعدام د حکم تاییدولو ، د کویټه د ترهه ګرې حملې په ارتباط د قضایی کمیشن د جوړیدا او په کورنیو چارو وزارت نیوکې او همداراز په تیرو دیرشو کلونو کې د شیعیانو پر ضد ترهه ګرو حملو ته یوه کتنه وکړو او په خپلو کې یې پرتله کړو نو دا خبره ډیبره ښه جوتیږی چی په پاکستان کې له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کې هم توپیر او تبعیض موجود دې . د پاکستان شیعیان چی له کراچۍ نیولی تر لارهور ، پنډۍ ، پیښور ، ډیره اسماعیل خان ، پاراچنار ، کویټه او هنګو کې پرې ترهه ګرې حملې کیږی او د درستو حملو مسولیت هم د لشکر جهنګوی ترهه ګره ډله پر غاړه اخلی ، نه یوازې دغې ډلګۍ پرضد کوم اقدام نه کیږی بلکې د دغو ډلګیو مشران او مسولان په ازادانه فعالیت کوی او په غونډو کې د شیعیانو پرضد ویناوې کوی او له ځینو دولتی چارواکو سره هم ښې اړیکی لری ، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودری نثار علیخان له هغو سره غونډې ترسره کوی ، د پاکستان د استخباراتی اداره ای ایس ای دغه ډلې د پاکستان لپاره سټراټیجیکه پانګه بولی ، نو ځکه دا نتیجه اخیستل کیدلې شی چی په پاکستان کې یوازې هغو ترهه ګرو پر ضد اقدام ترسره کیږی چی د پاکستان په امنیتی ځواکونو او دولتی او پوځی تاسیساتو حملې کوی ، خو کوم ترهه ګر چی شیعیانو پرضد ترهه ګرې حملې کوی ، هغو پر ضد هیڅ اقدام نه کیږی او که کله هم څو تکفیری ترهه ګر د ځینو دنده پیژندونکیو پولیسو لخوا ونیول شی ، نو په دولت او استخباراتی ادارو کې د خپلو ځانګړو ملاتړو لخوا ورسره مرسته کیږی ، له دې سره سره چی د بیګناه خلکو په وژلې اعتراف هم کوی خو سزا کیږی نه ، په پانسۍ نه غندل کیږی بلکې هغو ته د تیښتې لاره ورکول کیږی او هغه ترهه ګر هم چی په زندان کې دی ، هغو لپاره په امن ځایونو بدل شوی دی ، د شیعیانو پرضد د نویو حملو پلانونه په زندان کې کیږی ، ته به وای چی لکه شیعیان پاکستانی ښاریز نه وی بلکې انسانان ندی ، لویدیځ او د نړیوالې ادارې چی د بشری حقوقو خبره کوی ، دیرش کاله کیږی چی په پاکستان کې د شیعیانو پرضد په جنایتونو چپه خله دی دا ځکه چی د هغو د بشری حقوقو خبره چټی ادعا ده بلکې د بشری حقوقو د شعار تر څنګ په خپلو ګټو پسې دی ، که داسې نه وای نو د افغانستان جنګ به ۴۰ کاله دوام نه درلود ، د فلسطین او کشمیر مسلې به اوارې شوی وی .
د یادولو ده چی تکفیری تفکر او وهابیت چی د عربستان د تیلو په پیسو او د امریکا او انګلستان په غږملتیا او د پاکستان د ځینو دولتی او استخباراتی حلقو لخوا په دغه هیواد کې سیسټماټیک کیږی ، د شیعیانو د وژلې اصلی علت دی .
عاشق حسین طوری