د مارغانو ښکار یا د کم عمره جینکو ښکار؟
د پاکستان چاپ ډان ورځپاڼې په نقل سره زمونږ د رېډیود رپوټ له مخې د دغه هېواد مرکزی حکومت د سعودی عرب دریو شاهزادګانو ته د تلور نومې نایابو مارغانوچې په نړیواله سطح یې حفاظت کیږی د ښکار اجازت وکړ.
د ښکار په موسم کښې دغه اجازت لیک د سعودی د شاهزادګانو لپاره په پنجاب او بلوچستان صوبو کښې ورکړې شو. په دغو کسانو کښې چې د پاکستان د وفاقی حکومت لخوا ورته اجازت ورکړے شوے دے د سعودی د تبوک صوبې ګورنر او د سعودی عربستان د پخوانی باچا سعود بن عبدالعزیز دوه زامن شامل دی.
تلور مارغان د یخنۍ په موسم کښې په عامه توګه د مېنځنۍ اېشیا د هېوادونو له سیمو څخه نسبتاً تودو سیمو ته هجرت کوی چې پاکستان هم له دغو سیمو څخه دے. د رارسېدلی رپوټ له مخې د تبوک صوبې ګورنر فهد بن سلطان بن عبدالعزیز د پاکستان د بلوچستان صوبې د نوشکی په آوادان او چاغی سیمو کښې د تلور مارغانو د ښکار اجازت حاصل کړے دے او شاهزاده منصور بن سعود بن عبدالعزیز السعود او ورور یې مشعل بن سعود بن عبدالعزیز السعود د پنجاب صوبې یه لیّه ښار کښې د تلور مارغه د ښکار اجازت حاصل کړے دے. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه اجازتلیکونه په دغه هېواد کښې د سعودی سفارت په ذریعې سره جاری کړل. د دغه اجازتنامی له مخې شاهزادګان په لسو ورځو کښې سل تلور مارغان ښکار کولې شی. د ویلو ده چې د تبوک ګورنر د 15-2014 کال په دوران کښې تقریباً دوه زره تلور مارغان ښکار کړی وو چې دا چاره د پاکستان د خلقو لخوا د احتجاج هم سبب شوه.
په پاکستان کښې د تلور مارغۀ د ښکار په حقله په تېرو ورځو کښې په ډله ایزو سائیټونو کښې د انعام ملک نومې یو پاکستانی لیکوال مقاله خپره شوه چې د دغې مقالې خلاصه په دا ډول ده: په دغه مقاله کښې راغلی دی چې د تلور مارغه ښکار ولې دومره مهم دے؟ ولې یوازې عرب شاهزادګان دغه مارغان ښکار کوی؟ لویدیځوال هم د ښکار ډېر لېواله دی خو هیڅکله وانورېدې شول چې د ښکار لپاره پاکستان ته راغلی وی، په داسې حال کښې چې د دغه لیکوال د وېنا له مخې دغه ډول مارغان چې کله د یخنۍ په موسم کښې له شمال څخه د جنوب تودو سیمو ته هجرت کوی نو د عربو په شمول له نورو هېوادونو څخه هم تېریږی، خو اوس پوښتنه دا ده چې د دا ډول معمومی مارغانو چې څه خاصه مزه هم نه لری د ښکار لپاره عرب شاهزادګان ولې بنګلادېش، هند او پاکستان هېوادونه غوره کوی او په میلینونو ډالره خرچ کوی؟ په داسې حال کښې چې دغه ډول مارغان په ژوندی او حلال شوی شکل کښې خپله د دغو عربو شاهزادګانو په هېوادونو کښې ښه په اسانۍ سره حاصلېدې شی.
د مقابلې لیکوال زیاتوی چې قیصه څه بل شان ده. هغۀ په دې اړه څه موده مخکې د پاکستان په بهاولپور ښار کښې د دغه هېواد د فوځ د یو پېنشنی مېجر سره ملاقات وکړ چې د هغو عربو شاهزادګانو چې د ښکار لپاره راځی د امنیت چارې یې په غاړه لرلې چې اوس په اسلام آباد کښې په بل څه کار پسې ګرځی په داسې حال کښې چې د شاهزادګانو د امنیت د ساتلو په نوکرۍ کښې یې دوه لکه روپۍ تنخوا اخېسته.
د مقالې لیکوونکے د دغه پېنشنی مېجر په نقل سره زیاتوی چې حقیقت چاره دا ده چې ښکار یوه بهانه ده او اصل قضیه د دغو نایابو مارغانوچې ښکار یې منعې دے له ښکار نه زیاته دردناکه ده. د پېنشی فوځی مېجر د وېنا له مخې عرب شاهزادګان له ودانیو او ابادیو نه لرې شاهانه خېمې لګوی او په دغو ځایونو کښې د ماسپښین له نمانځه وروسته ښکار شروع کوی او له ماښامه وروسته ښکار کړې شوی مارغان وریتوی او په دغه شاهانه سیمه کښې د ماښام ډوډۍ خوری. او له دې وروسته شاهزادګان د شپې خېمو ته ننووځی او اصلی قیصه دغه وخت په خېمو کښې شروع کیږی. د ځینو چارواکو لخوا د هغوی د شهوت او هوسرانۍ لپاره کم عمره پېغلې جینکۍ هغوی ته پېش کولې شی. دغه جینکۍ پکار د ی له دولسو نه تر څوارلسو کلونو پورې عمرونه ولری.عربو شاهزادګانو ته د دغو پاکستانی جینکو له پېش کولو نه مخکې پکار دی هغوی په مشکو او عنبرو سره ولنبولې شی البته له دې نه مخکې دغو جینکو ته تربیت ورکړې کیږی چې د شاهزادګانو لپاره د مزاحمت او ناراضګۍ سبب نه شی. بیا دننه معلومه نه ده چې له دغو کم عمره جینکو سره په خېمو کښې څه کیږی خو د پاکستان د فوځ د دغه پېنشنی مېجر د وېنا له مخې د خېمو له دننه څخه یې داسې دردناک اوازونه اورېدلی دی چې په عامه توګه له شکنجه ځایونو یا ټارچر سېلونو څخه اورېدل کیږی. د مقالې لیکوال انعام ملک مخکې لیکی چې د دغه داستان د بیانولو په وخت د دغه پېنشنی مېجر له سترګو د اوښکو لړۍ روانه وه. او د هغۀ په قول د اسلامی نړۍ یوازېنے اېټمی وسلې لرونکی ستر هېواد واکمنان څه ډول دغه ذلت قبلوی چې د درنده صفتو عربو هوسرانو شاهزادګانو لپاره د خپل هېواد کم عمره جینکۍ وړاندې کوی.
------