له سعودی عربستان څخه د پاکستان د فوځ د قوماندان کتنه
د پاکستان د فوځ ستر قوماندان جنرل قمر جاوېد باجوه له سعودی عربستان څخه د کتنې لپاره د دغه هېواد پائېتخت ریاض ته لاړ.
د سعودی د دفاع د وزیر د مرستیال محمد بن عبدا... لخوا د جنرل قمر جاوېد باجوه هرکلے وشو. هغۀ په دغه کتنه کښې د دغه هېواد له باچا ملک سلمان او نورو لوړ رتبه چارواکو سره کتنه او په مختلفو موضوع ګانو خبرې اترې وکړې.
دا د پاکستان د فوځ د قوماندان په دغه پوسټ باندې تېره میاشت د هغۀ له انتصابه وروسته وړومبنے بهرنے سفر دے. په وروستیو کلونو کښې د سعودی او پاکستان سیاسی او فوځی تعلقات مخ په زیاتېدو دی. په دوه زره پینځلسم کال کښې د یمن د بې دفاع خلقو په خلاف په جنګ کښې د ریاض په ائتلاف کښې د اسلام آباد د ګډون لپاره د سعودی عربستان دعوت ته د پاکستان د پارلېمان له منفی ځوابه وروسته د د دواړو هېوادونو تعلقات له لوړو ژورو سره مخامخ شول. البته د پاکستان وزیراعظم د دې مسئلې په وړاندې کولو سره چې د یمن په خلاف د سعودی په جنګ کښې د دغه هېواد د نه ګډون لپاره فېصله د پارلېمان لخوا غوره شوې ده کوشش وکړ چې له آل سعود سره د پاکستان د حکومت د تعلقاتو ساتنه وکړی. نواز شریف خپل ورور او د پنجاب صوبې وزیراعلی شهباز شریف د سعودی د چارواکود زړۀ ساتنې لپاره ریاض ته ولېږۀ او د دواړو هېوادونو ګډ کلنی فوځی مشقونه یې هم ترسره کړل.
له پاکستان سره د سعودی د کلنیو مالی مرستواو له دغه هېواد څخه د ریاض د وسلو د اخېستلو بندېدل هغه ترټولو مهمه مسئله ده چې د اسلام آباد حکومت یې له سعودی سره د تعلقات له دوام څخه اندېښمن کړے دے.
په همدې وجه د پاکستان د فوځ ستر قوماندان جنرل باجوه په خپل وړومبنی بهرنی سفر کښې سعودی عربستان ته لاړ چې په سیاسی ډګر کښې په تاثیر کوونکی قوت سره د پاکستان د یو ترټولو لوے فوځی چارواکی په توګه د دواړو هېوادونو د تعلقاتو بیا رغونه وکړی. البته د افغانستان له طالب ډلې سره د سعودی او پاکستان د پټو تعلقاتو په باره کښې د ځینو رپوټونو شتون ته په پام سره دا ګمان هم مطرح دے چې په افغانستان کښې د دغې ډلې د راتلونکو تګلارو او په دغه هېواد کښې د جنګ او سولې د مسئلې په باره کښې خبرې او د نظر تبادله هم له سعودی څخه په دغه کتنه کښې د پاکستان د فوځ د قوماندان د پام وړ یوه مسئله وی. په سیمه تېره بیا په عراق او سوریې کښې په خپلو سیاستونو کښې د سعودی ماتې ته په پام سره د ریاض حکومت په سیمه کښې د خپلې خړې پړې څېرې د بیا رغونې په لټه کښې دے.
په خاصه توګه په افغانستان کښې د خپلو ګټو په مخ بیائلو لپاره له طالب ډلې څخه په ګډه استفاده کښې له پاکستان سره د ملګرتیاو پیاوړتیا ریاض ته د جنرل باجوه د سفر له احتمالی نتائجو څخه کېدې شی. په پاکستان کښې له تندلاریتوب رواجوونکو مذهبی مدرسو څخه چې د شیعه ؤ په خلاف د هدفمنې ترهه ګرۍ د تئورۍ بنیاد ایږدی د سعودی ملاتړونه د اسلام آباد د حکومت یوه اندېښنه ده.
دا حتمال شته چې په وروستیو کلونو کښې د اسلام آباد د حکومت د امنیتی سیاستونو او د دغه هېواد له شیعه مسلمانانو څخه په حفاظت کښې د دغه حکومت د ناتوانۍ په اړه د پاکستان د شیعه ټولنې سخت رد عملونو ته په پام سره له تاوتریخوالی رواجوونکو مدرسو سره د ریاض د مرستو د بندولو لپاره غوښتنه سعودی ته د جنرل باجوه د سفر یو هدف کېدې شی.
-----------