په پاکستان کښې د افغانیه صوبې له جوړولو سره مخالفت
Dec 21, 2016 11:37 Asia/Kabul
د پاکستان د کیشتۍ چلونې وزیر د افغانیه صوبې له جوړولو سره مخالفت وکړ.
زمونږ رېډیو ته رارسېدلی رپوټ له مخې د پاکستان د کیشتۍ چلونې وزیر او د دغه هېواد د نشنل پارټۍ مشر میر حاصل بزنجو په پاکستان کښې د افغانیه صوبې له جوړولو سره د مخالفت ترڅنګه افغانستان ته د څلور میلین افغان کډوالو د زرترزره ستنېدو غوښتنه وکړه.
هغه همدارنګ زیاته کړه د افغان مهاجرینوپه شتون سره دهېواد سرشماری د قبول وړ نه ده.
د پاکستان د پښتونخوا ملی عوامی ګوند مشر محمود خان اچکزی څو ورځې مخکې د دغه هېواد له حکومته غوښتی وو چې افغان مهاجر دې خپل هېواد ته ستانه نه کړی او د هغوی لپاره یې د افغانیه په نامه د یوې صوبې د جوړولو او هغوی ته د پاکستانی تابعیت د ورکولو غوښتنه کړې وه.
ټیګونه