په پاکستان کښې د افغانیه صوبې له جوړولو سره مخالفت
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i35857-په_پاکستان_کښې_د_افغانیه_صوبې_له_جوړولو_سره_مخالفت
د پاکستان د کیشتۍ چلونې وزیر د افغانیه صوبې له جوړولو سره مخالفت وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 21, 2016 11:37 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د افغانیه صوبې له جوړولو سره مخالفت

د پاکستان د کیشتۍ چلونې وزیر د افغانیه صوبې له جوړولو سره مخالفت وکړ.

زمونږ رېډیو ته رارسېدلی رپوټ له مخې د پاکستان د کیشتۍ  چلونې وزیر او د دغه هېواد د نشنل پارټۍ مشر میر حاصل بزنجو په پاکستان کښې د افغانیه صوبې له جوړولو سره د مخالفت ترڅنګه افغانستان ته د څلور میلین افغان کډوالو د زرترزره ستنېدو غوښتنه وکړه.

هغه همدارنګ زیاته کړه د افغان مهاجرینوپه شتون سره دهېواد سرشماری د قبول وړ نه ده.

د پاکستان د پښتونخوا ملی عوامی ګوند مشر محمود خان اچکزی څو ورځې مخکې د دغه هېواد له حکومته غوښتی وو چې افغان مهاجر دې خپل هېواد ته ستانه نه کړی او د هغوی لپاره یې د افغانیه په نامه د یوې صوبې د جوړولو او هغوی ته د پاکستانی تابعیت د ورکولو غوښتنه کړې وه.