د پاکستان خلقو په دغه هېواد کښې د اسلامی نظام غوښتونکی شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i35884-د_پاکستان_خلقو_په_دغه_هېواد_کښې_د_اسلامی_نظام_غوښتونکی_شول
د پاکستان ملی یکجهتی کونسل عمومی سېکتر وویل د دغه هېواد درې نوی فیصده خلق په دغه هېواد کښې د اسلامی نظام غوښتونکی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 21, 2016 13:43 Asia/Kabul
  • د پاکستان خلقو په دغه هېواد کښې د اسلامی نظام غوښتونکی شول

د پاکستان ملی یکجهتی کونسل عمومی سېکتر وویل د دغه هېواد درې نوی فیصده خلق په دغه هېواد کښې د اسلامی نظام غوښتونکی دی.

د سحر چېنل د رپوټ له مخې د پاکستان د ملی یکجهتی کونسل عمومی سېکتر لیاقت بلوچ پرون  د دغه هېواد په لاهور ښار کښې په یوه وېنا کښې وویل، پاکستان یو اسلامی هېواد دے او پکار نه دی د دغه هېواد مشران د لویدیځ تر تسلط لاندې غېر اسلامی کارونه ترسره کړی.

هغه وویل، د پاکستان خلق د داسې قانون په خلاف چې له اسلامی قوانینو سره مخالف وی مبارزه کوی.

لیاقت بلوچ زیاته کړه، هغه کسان چې د پاکستان د سېکولر والی خوبونه وینی باید پوه شی چې پاکستانی ولس به د دا ډول دسیسې شنډې کړی.

---