د پاکستان خلقو په دغه هېواد کښې د اسلامی نظام غوښتونکی شول
Dec 21, 2016 13:43 Asia/Kabul
د پاکستان ملی یکجهتی کونسل عمومی سېکتر وویل د دغه هېواد درې نوی فیصده خلق په دغه هېواد کښې د اسلامی نظام غوښتونکی دی.
د سحر چېنل د رپوټ له مخې د پاکستان د ملی یکجهتی کونسل عمومی سېکتر لیاقت بلوچ پرون د دغه هېواد په لاهور ښار کښې په یوه وېنا کښې وویل، پاکستان یو اسلامی هېواد دے او پکار نه دی د دغه هېواد مشران د لویدیځ تر تسلط لاندې غېر اسلامی کارونه ترسره کړی.
هغه وویل، د پاکستان خلق د داسې قانون په خلاف چې له اسلامی قوانینو سره مخالف وی مبارزه کوی.
لیاقت بلوچ زیاته کړه، هغه کسان چې د پاکستان د سېکولر والی خوبونه وینی باید پوه شی چې پاکستانی ولس به د دا ډول دسیسې شنډې کړی.
---
ټیګونه