پاکستانی چارواکی له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په دوام تاکید وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i36817-پاکستانی_چارواکی_له_ترهه_ګرۍ_سره_د_مبارزې_په_دوام_تاکید_وکړ
په بهرنیو چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم مرستیال په دغه هېواد کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په دوام تاکید وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 31, 2016 12:34 Asia/Kabul
  • پاکستانی چارواکی له ترهه ګرۍ  سره د مبارزې په دوام تاکید وکړ

په بهرنیو چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم مرستیال په دغه هېواد کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په دوام تاکید وکړ.

د سحر چېنل د رپوټ له مخې سرتاج عزیر په اسلام اباد کښې په یوه وېنا کښې د پاکستان په مختلفوسیمو منجمله په خېبر پختونخوا صوبه کښې د ترهه ګرو د سنګرونو په خلاف د ضرب عضب په عملیاتو کښې د دغه هېواد د فوځ کامیابیو ته په اشارې سره وویل، له تکفیریانوسره مبارزه به د هغوی ټولو او د هغوی د پټېدو د ځایونو تر تباهۍ پورې دوام ومومی.

له دې مخکې د پاکستان د فوځ مشر قوماندان جنرل قمرجاوېد باجوه هم د دغه هېواد په مختلفوسیمو کښې د ترهه ګرو او د هغوی د اډو تر نابودۍ پورې د ضرب عضب د عملیاتو په دوام تاکید کړے ؤ او ویلی یې وو چې د پاکستان فوځ په دغو عملیاتوکښې یو لړمهمې لاسته راوړنې حاصلې کړې  چې د زرګونوترهه ګرو د مرګ ژوبلې سبب شوی دی.

د پاکستان سیاسی او فوځی چارواکی په داسې حال کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې د دوام خبر ورکوی چې د سپاه صحابه، لشکرجهنګوی او جماعت الاحرار په شان ترهه ګرې او تکفیری ډلې  د پاکستان په ځینو سیمومنجمله کراچۍ او کوئېټه کښې په خاصه توګه د شیعه ؤ په خلاف خپلو دهشتګردانه حملوته دوام ورکوی. او په تېرو ورځو کښې هم یوسف حسېن طوری نومې یو شیعه انجنئر په اېبټ آباد ښار کښې ووژل شو او لشکر جهنګوی تکفیری ډلې یې ذمه واری په غاړه واخېسته.