پښېمانی یا د تمساح اوښکې؟
زمونږ تهران پښتو رېډیو ته د رارسېدلی رپوټ له مخې د پاکستان د سپاه صحابه ډلې چې د دغه هېواد د حکومت لخوا له غېر قانونی اعلانېدو وروسته یې ځان اهل سنت والجماعت نومولے دے چې البته دغه نوم په حقیقت کښې یو ډول برغولے اېښودل دی،
مشر اورنګزېب فاروقی د پاکستان د فوځ قوماندان جنرل قمر جاوېد باجوه ته په یو پرانېستی لیک کښې د هغه د ستائېنې او قدرونې په بیانولو سره په دغه هېواد کښې د اسلامی نظام د اجراء لپاره د دغې ډلګۍ سوله ایزو او په عېن حال کښې قانونی کوششونو ته د فوځ د قوماندان د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
د سپاه صحابه مشر په دغه پرانېستی لیک کښې ادعا کړې ده چې دغه ډله چې ځان ته اهل سنت والجماعت وائی، تل د ترهه ګرۍ د ختمولو لپاره د فوځی محکمو د جوړېدو په شمول د ملی اقدام له طرحې یا نېشنل اېکشن پلان څخه ملاتړ کړے دے. هغۀ وویل،د دغې طرحې په شروع کښې له دغې ډلې سره بې انصافی شوې ده او په مختلفو ښارونو کښې د ځینو افسرانو لخوا هدف ګرځېدلې ده او په سېند صوبه کښې د دغې ډلې ځینې مشران د امنیتی ځواکونو په لاسو چې په عامه جامه کښې وو تښتول شوی دی.
د سپاه صحابه ډلګۍ دغه سرغنه د فوځ مشر قوماندان ته په پرانېستی لیک کښې زیاتوی چې هغه کسان چې د دغه هېواد په بلوچستان صوبه او کراچۍ ښار کښې وسلې په زمکه ایږدی او تسلیمیږی د هغوی لپاره ګڼ شمېر پېکېجونه اعلانیږی، په داسې حال کښې چې مونږ (یعنې سپاه صحابه) چې اصلا مو وسله نه وه اوچته کړې د ناکړو ګناهونو په خاطر سزا کیږوو. نو مونږ ولې په غېږه کښې نه نیول کیږو؟ ولې د ملک او ملت لپاره زمونږ له خدمت څخه مخنیوے کیږی؟ هغۀ په دغه لیک کښې ادعا کړې ده چې تر وسه پورې مو کوشش کړے دے چې خپل کارکنان له وسله ایزتوبه لرې وساتوو خو په عېن حال کښې که یو کس قانون په لاس کښې اخېستے او وسلې ته یې لاس کړے دے نو بې له شکه دې ورته سزا ورکړې شی. د داسې کسانو د سزاګانو د مخنیوی لپاره به هیڅکله سفارش ونکړوو.
فاروقی په عېن حال کښې وویل، هغه کسان چې له دغې ډلې څخه نیول شوی دی محکمې ته دې راوستې شی او له پولیسو سره په جعلی مقابله کښې دې نه وژل کیږی. د هغه د وېنا له مخې دا د انسانیت مسئله ده. هغۀ څرګنده کړه چې داسې کوششونه کیږی چې دغه ډله له منځه یوسل شی. د سپاه صحابه دغه سرغنه اعتراف وکړ چې د دغې ډلې کوم کسان چې د ترهه ګرو اقداماتو په تور (یعنې جرم) نیول شوی دی هیڅ یو نه دی ویلی چې د ترهه ګرۍ حکم ورته د دغې ډلې مشرانو ورکړے دے. د هغه د وېنا له مخې دا چاره زمونږ د بې ګناهۍ ښودنه کوی چې دا هم له مهربانۍ خالی خبره نه ده.
هغه کسان چې یې برېن واشنګ شوے دے او ښه په اسانۍ سره د ځان وژونکو حملو لپاره حاضریږی د خپلو اربابانو په حکمونو اعتراف نه کول د داسې کسانو لپاره څخه مسئله نه ده. فاروقی جنرل باجوه ته د دغه لیک په آخر کښې د هغه په وسیلې سره د شیعه او سنی د مسئلې د هواری غوښتونکے شوے دے او لیکلی یې دی چې مونږ د جنګ او جدال له لارې نه بلکه د خبرو اترو له لارې غواړوو مسائل هوار کړوو. هغۀ همدارنګ ادعا کړې ده چې تل مو په روغ نیت سره شیعه رابللی دی خو هغوی نه دی راغلی. نو ځکه تاسو (یعنې جنرل باجوه) پکار دی هغوی راوبولئ او زمونږ او د هغوی ترمېنځ د مېنځګړیتوب او دریم ګړی توب رول ولوبوئ. سپاه صحابه تاسو د ثالپ په توګه قبلوی.تاسوچې هره فېصله غوره کړه د سپاه صحابه لپاره به د قبول وړ وی.
د سپاه صحابه سرغنه اورنګزېب فاروقی په داسې حال کښې ځان له قتل عامونو او جنایتونو مبرا بولی چې د سپاه صحابه د کارکنانو نه علاوه د دغې ډلې وسله والې څانګې لشکر جهنګوی له دېرشوکلونو نه په زیاته موده کښې په زرګونو شیعه مسلمانان په خاورو او وینو کښې لوغړولی دی او مسئولیت یې هم دغې ډلګۍ په غاړه اخېستے دے. یوازې په دوه زره شپاړسم کال کښې د شیعه نیوز د رپوټ له مخې د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې له شپېتو نه زیات شیعه مسلمانان د سپاه صحابه د وسله والې څانګې لشکر جهنګوی په لاسو شهیدان شوی دی او ذمه واری یې هم دغې ډلګۍ په غاړه اخېستې ده نو د پاکستان د فوځ قوماندان ته د سپاه صحابه ډلې د سرغنه پرانېستے لیک د ځان مظلوم ښودلو او د تمساح یا مګرمچ د اوښکو له بیولو نه زیات څه نه شی کېدې او بله دا چې په پاکستان کښې شیعه مسلمانانو چې د هیڅ یوې پرګنې او ډلې په خلاف یې څه اقدام نه دے کړے او که وی هم نو ډېر وړوکے او ناڅه او له ځان په دفاع کښې به یې یو اقدام کړے وی، نه د یو پلان تر لاندې. لکه چې سپاه صحابه او لشګر جهنګوی د یو منظم پلان په بنیاد او د شیعه ؤ د ختمولو لپاره د ځینو شیعه مخالفو او مرتجع هېوادونو په غږملتیا سره څه د پاسه دېرش کلونه وشول چې د شیعه ؤ په قتل عام بوخت دی.
همدارنګ شیعه ؤ تل د شیعه سنی د اتحاد او یووالی په خاطر د ملی یکجهتی کونسل په قالب کښې شتون لرلے دے او د اتحاد بین المسلمین په چوکاټ کښې یې هلې ځلې کړی دی او دا د سپاه صحابه مشران وو چې په دغه جرګه کښې یې د شیعه ؤ له شتون سره تل مخالفت کړے دے.
-----------