د پاکستان خلقو د تیری ګرو او تکفیری ډلوپه خلاف مظاهرې وکړې
Jan 02, 2017 14:17 Asia/Kabul
د پاکستان خلقو د یو لړ مظاهروپه کولو سره د میلینونو مسلمانانو د مصیبتونود ختمولولپاره د بشری ټولنې د وجدان د بېدارولو په ضرورت تاکید وکړ.
د سحر چېنل د رپوټ له مخې د پاکستان په کراچۍ ښار کښې بېګا مسلمانوخلقو په مختلفوهېوادونوکشېد ترهه ګرو ډلو د حملواو تیری ګرو اقداماتوپه خلاف مظاهرې وکړې.
په مظاهروکښې ګډون کوونکومسلمانانود میانمار، یمن،سوریې عراق، فلسطین او د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په شمول له مظلومومسلمانانوسره د خواږۍ او پېوستون څرګندونه وکړه.
د پاکستان د جماعت اسلامی مشر سراج الحق چې په دغو مظاهروکښې یې ګډون کړے ؤ د ملګرو ملتوپه شمول نړیوالې ټولنې په نړۍ کښې د مسلمانانود قتل عام په وړاندې په خاموشۍاو بې پامۍتورنې کړې. او دغه ټولنې یې د ترهه ګرو او یرغل ګرو په جنایتونوکښې شریکې وبللې
ټیګونه