چانډیو وویل د نواز شریف حکومت د ترهه ګرو ډلو ملاتړ کوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i37117-چانډیو_وویل_د_نواز_شریف_حکومت_د_ترهه_ګرو_ډلو_ملاتړ_کوی
زمونږ خبریال راپور راکوی د پاکستان د سند صوبې د اطلاع رسونې وزیر مولا بخش چانډیو د دې خبرې په کولو سره چی د نواز شریف دولت د ترهه ګرو پرضد د ملی اقدام د طرحې په اجرا کولو کې ناکامه شوی دې ، مرکزی حکومت یې له ترهه ګرو ډلو په ملاتړ تورن کړ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 03, 2017 01:59 Asia/Kabul
  • چانډیو وویل د نواز شریف حکومت د ترهه ګرو ډلو ملاتړ کوی

زمونږ خبریال راپور راکوی د پاکستان د سند صوبې د اطلاع رسونې وزیر مولا بخش چانډیو د دې خبرې په کولو سره چی د نواز شریف دولت د ترهه ګرو پرضد د ملی اقدام د طرحې په اجرا کولو کې ناکامه شوی دې ، مرکزی حکومت یې له ترهه ګرو ډلو په ملاتړ تورن کړ .

ښاغلی چانډیو وویل د نواز شریف دولت له ترهه ګرو ډلو سره د مقابلې لپاره هیڅ خاص اقدام ندې کړې او حتی د دغو ترهه ګرو ډلو پرضد کوم ځانګړې پروګرام هم نلری .

هغه د دې خبرې په کولو سره چی د نواز شریف حکومت سند صوبې ته دوسلې د انتقالولو مخنیوې نه کوی زیاته کړه په داسې شرایطو کې څرنګه په پاکستان کې د امنیت د ټینګیدا تمه درلودلې شو .

د پاکستان د سند صوبې اطلاع رسونې وزیر په داسې حال کې په نواز شریف دولت نیوکه وکړه چی د پاکستان سیاسی او مذهبی ګوندونه باوری دی د نواز شریف حکومت نه یوازې د ترهه ګرو ډلو پرضد کوم اقدام نه کوی بلکې له دغو دلو ملاتړ هم کوی .