آیا په پاکستان کې دمظلومو خلکووژله ترهه ګری اوجنایت نه دی ؟
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i37159-آیا_په_پاکستان_کې_دمظلومو_خلکووژله_ترهه_ګری_اوجنایت_نه_دی
دلندن چاپ : سپیکټر اونیزې دترهه ګرۍ په ضد دپاکستان دبریالیتوبونو سره په ارتباط کې پخپل یوه وروستی راپوروکې لیکلی دی ، پاکستان له ترهه ګرۍ سره په جنګ کې دبریالیتوب په لور روان دی ، خو ولې د دغه هیواد د شعیانو لپاره دامنیت په تامینولو کې پاتې دی .؟
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 03, 2017 11:53 Asia/Kabul
  • آیا په  پاکستان کې دمظلومو خلکووژله  ترهه ګری اوجنایت نه دی ؟

دلندن چاپ : سپیکټر اونیزې دترهه ګرۍ په ضد دپاکستان دبریالیتوبونو سره په ارتباط کې پخپل یوه وروستی راپوروکې لیکلی دی ، پاکستان له ترهه ګرۍ سره په جنګ کې دبریالیتوب په لور روان دی ، خو ولې د دغه هیواد د شعیانو لپاره دامنیت په تامینولو کې پاتې دی .؟

زمونږخبریال راپور راکوی ،    په دغه راپور کې مخکې وئیل شوی دی ،  چې پاکستان   په وروستیو څو کلونو کې  یو خورا خطرناک  هیواد  شمیرل کید،  خو   اوس   په دغه هیواد کې دغه ترهه ګرې پیښې په څلورو کې تر درو برخو پورې  کمې شوی دی .

دانګلستان دغې  خپرونې  دپاکستان  د  خارجه چارو د  سلاکار  سرتاج عزیز  له قوله  هم  لیکلی دی ،دترهه ګرو جرړې په وچیدو دی ، او اوس  ورپسې هدف  جنګوی لښکر ډلګۍ ده .

ډیری شناندی وائی ، درې کاله مخکې  طالبان  داسلام اباد  کابو سل کلومیټرۍ ته رسیدلی وو  او   دا چاره  دپاکستان داستخباراتی  ادارو د سختې اندیښنې لامل شوې وه   چې داسې نه ترهه ګر ایټمی تاسیساتو ته لاس رسی ولری  او   په هغو سیمو  کې زیاتره برخې هم دترهه ګرو  په لاس کې وې  ،خو  په تیرو درو کلونو کې  بیا  په پاکستان کې  ترهه ګری تر  یوه حده کمه شوې  ده .  دترهه ګرو په ضد  د ۲۰۱۴کال په جون کې   دپاکستان دپوځ له خوا  ضرب عضب نومې   پاکونکی عملیات  پیل شول او  دپاکستان دپوځ د آئی ایس پی آر ادارې   دادعاګانو په اساس،   په دغو عملیاتو کې   کابو درې نیم زره ترهه ګرهلاک شوی ، دهغوی کابو نهه سوه  دوه نوی پټنځایونه او مرکزونه  تباه شوی  او دغه راز  په دغو  عملیاتو  کې  د پاکستان دپوځ  کابو پنځه سوه پرسنلو  هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی . (البته  ډیره کارپوهان اوشناندی بیا داهم وائی چې  په دغې مودې کې  یعنی دضرب عضب عملیاتو په دوام کې  په وژل شویو ترهه ګرو  کې دیوه مړی هم رسنیو ته نه دی ښودل شوی چې دا چاره هم تر ډیره حده شکونه رامینځةکوی  او  داهم ویل کیږی چې  زیاتره  ترهه ګر    افغانستان ته منتقل شوی دی.)

دانګلستان  سپیکټر  اونیزه  بیا پخپل راپور کې زیاتوی ،د جنګوی لښکر ترهه ګرې ډلګۍ  جنایتکارو  د عربستان دځینو عربو شهزادګانو  په مالی مرستو سره   دپاکستان په بلوچستان صوبې  کې په کرتو دشیعیانو عامه وژله کړې ده ، او اوس  دسرتاج عزیز په وینا، ورپسې هدف  جنګوی لښکر ډلګۍ ده ، خو باید  ولیدل شی  چې حکومت دتیر وخت په څیر  یوازې ژمنې  ورکوی  او  که په حقیقت کې  دجنګوی لښکر ترهه ګرې ډلګۍ په ضد به کوم جدی اقدام هم وکړی ؟ اوترڅو چې  د جنګوی لښکر په څیر ترهه ګرې ډلګۍ  په دغه هیواد کې فعالې وی دترهه ګرۍ په ضد  جنګ  ښې نتیجې نشی ورکولی. په دغه جنګ کې مهمه داده چې  که څه هم  دترهه ګرۍ په ضد جنګ  دوام لری ، خو  په دغه هیواد  کې داهل تشیع  عامه وژله  هم هماغه شان روانه ده .  

ډیری  شناندی  اوس دا  پوښتنې مطرح کوی  له دغو بریالیتوبونو ،ولې شیعیان  ګټه  نشی پورته کولی ؟ ولې اوس هم شیعیان بې ګناه وژل کیږی .؟  دحکومت په قانون کې دشیعیانو عامه وژله ، ولې  ترهه ګری اوظلم  نه شمیرل کیږی ؟  دپاکستان  په څیر دیوه  اسلامی هیواد لپاره  چې ځان  داسلام کلا هم  نوموی ،  څومره دشرم خبره ده  چې  دانګلستان  هیواد  یوه  اونیزه  چې   دمسلمانانو  ابدی او همیشنی دښمن دی،   دشیعیانو په وړاندې  دپاکستان  په سیاست کې  دتوپیر په باب دغه شان پوښتنې مطرح کوی  چې ،   د شیعیانو عامه وژنه  ،ولې ترهه ګری  نه حسابیږی ؟  البته دپاکستان ځینی امنیتی ادارې  دغه افراطی ډلې  د دغه هیواد لپاره  یوه پانګه   هم ګڼی .

 په هرحال ،دپاکستان له حکومته چې ورتیر شو ،دجماعت اسلامی په نامه  د دغه هیواد  یو خورا ستر مذهبی ګوند چې  دتیرې یکشنبې په ورځې ئې  دسورئې د حلب  په جنګ په اعتراض کې  مظاهرې  کړی ،  د دغه مذهب پال ګوند  امیر سراج الحق  په حلب کې جنګ  هاله محکوم کړی، چې  د داعش او القاعدې په څیر تکفیری ترهه ګرو ډلو هلته دسورئې دپوځ او سیمه ایز  مقاومت په لاس  سخته ماته خوړلې،زیات ترهه ګرئې هلاک شوی  او یوشمیر ئې نور هم  دامریکا او ملګروملتو ترڅارنې لاندې  له دغه ښاره  ویستل شوی دی  او دحلب  اوسیدونکی ولس چې  زیاتره ئې اهل سنت  دی  دحلب په آزادیدو   ئې جشن  جوړ کړی دی .

دچارو ډیری شناندی او کارپوهان وائی ، کله  داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې  دهمدغه حلب دخلکو عامه وژله کوله  ، نو دسراج الحق په څیر دډیرو مذهب پالو سیاستوالو  خولې ګنډل شوی وې  او هیڅ غږ ئې نه پورته کید. البته باید هیره نشی  ددې لپاره ، چې  سراج الحق  خپلو خبرو  ته ارزښت اواهمیّت ورکړی  ،د میانمار یا برما اوفلسطین پیښو باندې ئې هم اعتراض کړی،خو  له خپلو دغه ډول څرګندونو ئې اصلی موخه،دسورئې  په حلب کې  له داعش او القاعدې ترهه ګرو ډلو  د ملاتړ نندارې ته وړاندې کول  وو . که سراج الحق  واقعا  دمسلمانانو په فکر کې وی ، نو ولې  پخپل هیواد پاکستان کې داهل تشیَع  په وژلو  چُپه  خوله پاتې دی ؟ ، په داسې حال کې چې   دپاکستان داهل تشیع   د قتل عام په نسبت   دغیر مسلمانانو چغې  هم پورته شوی دی .

باید وویل شی  دهمدغه جماعت اسلامی  یوه پخوانی امیر منور حسن  هم له دې مخکې  دپاکستانیو طالبانو او القاعدې ډلې بشپړ ملاتړ کاوه .  هغه دغه راز  دطالبانو ډلې دپخوانی امیر  حکیم ا.... مسعود  هلاکت   هم شهادت بللی ؤ اوویلی ئې وو ،  د پوځ هغه عسکر چې  له طالبانو سره په جنګ کې  وژل کیدل  شهیدان  نه حسابیږی  چې طالبانو ډلې ئې  هرکلی هم کړی ؤ .