پاکستان سلګونه هندی کب نیونکی خوشی کړل
Jan 06, 2017 04:26 Asia/Kabul
پاکستان پرون د هندوستان هغه ۲۱۹ هندی کب نیونکی چې د پاکستان سمندری حدودو ته د ننوتو په وجه نیول شوی وو، د ښه نیت په نښه آزاد کړل.
د پاکستان حکومت کابو لس ورځې مخکښې هم ۲۲۰ هندی کب نیونکی آزاد کړی وو.
د پاکستان رسنیو خبر ورکړی چې اوس هم کابو سل نور هندی کب نیونکی د پاکستان په جیلونو کښې پراته دی چې د ضروری څیړنو وروسته به هغه هم آزاد شی.
البته ځینی کسان له څه باندې یو کال راهیسې په پاکستان کښې بندیوان دی.