راحیل شریف د عربستان د پوځی ائتلاف قومندان شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i37510-راحیل_شریف_د_عربستان_د_پوځی_ائتلاف_قومندان_شو
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف بیګا په یوه ټیلیویژنی مرکه کښې تائیده کړه چې د دغه هیواد د پوځ پخوانی قومندان جنرال راحیل شریف د ریاض لخوا له تش په نامه ترهګرۍ سره د مبارزې په عنوان سره د ریاض لخوا د عربستان د جوړ کړی پوځی ائتلاف په قومندانۍ ګمارل شوی دی.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jan 07, 2017 04:23 Asia/Kabul
  • راحیل شریف د عربستان د پوځی ائتلاف قومندان شو

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف بیګا په یوه ټیلیویژنی مرکه کښې تائیده کړه چې د دغه هیواد د پوځ پخوانی قومندان جنرال راحیل شریف د ریاض لخوا له تش په نامه ترهګرۍ سره د مبارزې په عنوان سره د ریاض لخوا د عربستان د جوړ کړی پوځی ائتلاف په قومندانۍ ګمارل شوی دی.

د سماء ټی وی ویب سایټ لیکلی چې د خواجه آصف په وینا د دغه پوځی ائتلاف د غړو هیوادونو شمیر د ترکیې، ملایشیا او څو نورو هیوادونو په شاملیدو سره له ۳۴ نه ۳۹ هیوادونو ته رسیدلی دی.

سعودی عربستان په ۲۰۱۵ کال کښې په یو خپل سری او له هغو هیوادونو سره له غږملتیا پرته چې نن سبا یې نومنه د ریاض تر مشرۍ لاندې پوځی ائتلاف په لسټ کښې موجود دی، اعلان وکړ چې د ۳۴ هیوادونو یو ائتلاف یې جوړ کړی او مدعی شو چې د دغه ائتلاف هدف له ترهګرۍ سره مبارزه ده.

د همدغه کال په وروستیو کښې پاکستان هم په رسمی ډول اعلان وکړ چې د عربستان د ائتلاف غړی دی.

په تیر میلادی کال کښې داسې خبرونه خپاره شول چې عربستان جنرال راحیل شریف ته د خپل ائتلاف د قومندانۍ وړاندیز کړی تر دې چې بیګا ماښام د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف دا خبر تائیدکړ.