آیا ریټایرډ شوی راحیل شریف به هماغه شان محبوب پاتې شی ؟
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i37654-آیا_ریټایرډ_شوی_راحیل_شریف_به_هماغه_شان_محبوب_پاتې_شی
دپاکستان دپوځ پخوانی قوماندان ریټایرډ راحیل شریف له خپلې دندې ترسره کولو وروسته په ډیرې کمې بیّې پر سعودی عربستان ځان وپلور.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 08, 2017 12:05 Asia/Kabul
  • آیا ریټایرډ شوی راحیل شریف  به هماغه شان محبوب پاتې شی ؟

دپاکستان دپوځ پخوانی قوماندان ریټایرډ راحیل شریف له خپلې دندې ترسره کولو وروسته په ډیرې کمې بیّې پر سعودی عربستان ځان وپلور.

زمونږخبریال راپورراکړ  د پاکستان  دفاع وزیر خواجه آصف   په یوې ټیلیویژنی  وینا کې   تائید کړې چې  د دغه هیواد دپوځ پخوانی  قوماندان ریټایرډ جنرال  راحیل شریف  د ۳۹ اسلامی هیوادون د تش په نامه  پوځی ائیتلاف  قوماندان په توګه  منصوب شوی دی . 

دپآکستان د دفاع وزیر په وینا،  دغه فیصله   دپاکستان د حکومت او پوځ  په غږملتیا او  اجازت سره   شوې ده. دهه په وینا ، دا موضوع  په پیل کې په پاکستان کې نهائی شوې وه  .  دغه شان مهمه اولویه فیصله  باید  دحکومت او پوځ  په خوله کیدا سره  وشی ، خو  دپاکستان دفاع وزیر  په دغې فیصلې کې د  دغه هیواد د پارلیمان    د راضی کیدا هیڅ ذکر نه دی کړی .دپاکستان دفاع وزیر  البته  په دې باب نور جزیات نه  دی وړاندې کړی ،خو دغه فیصله   ئې د اسلامی امت لپاره   یو خبر ګڼلی دی .

ډیری شناندی اوکارپوهان وائی ، ریټایرډ جنرال راحیل شریف  که څه هم  په ظاهرا   په شمالی وزیرستان کې د ضرب عضب نومې ترهه ګر ضد پوځی عملیاتو  په دلیل  په خلکو کې ډیر مشهور شوی ؤ ، خو  حقیقت دادی چې   دضرب عضب عملیات  له ترهه ګرو  د شمالی وزیرستان  سیمې یوازې  د دغې سیمې دخالی کولو او  دپوځ په وسیله د دغې سیمې  دبشپړ نیولو لامل شول ، په داسې حال کې چې   دترهه ګرۍ له پیلیدو   مخکې  دغې سیمې  ته   د پوځ ورتلل منع شوی وو  او  زیات شمیر ترهه ګر هم  افغانستان ته او  ځینی نور هم دپاکستان  سترو ښارونو کې پرشان شول .     هغه کسان چې افغانستان ته منتقل شوی دی ، په داعش بدل شوی  او هغه کسان چې  دپاکستان سترو ښارونو ته منتقل شوی دی ،   هماغه شان خپلو ترهه ګرو فعالیتونو ته دوام  ورکوی  او هم  ئې له داعش سره بیعتونه کړی ، او زیات نور هم   له داعش تکفیری ډلې سره دمرستو لپاره سورئې اوعراق ته لیږل  شوی دی . ریټایرډ جنرال  راحیل شریف    دپاکستان دپوځ دعمومی قوماندان په توګه  په کراچۍ کې  هم   د ترهه ګرو په ضد عملیات د پوځ د رنجرز ځواک   په وسیله ترسره کړل . او یو ډول اوس هم دوام لری . خو  دهغو ترهه ګرو ریښه تر دې دمه وچه شوې نه ده . ځکه  چې   دپاکستان  دکورنیو چارو د وزیر چوهدری نثار علی خان پشمول ځینی حکومتی  لوړپوړی چارواکی  د  ترهه ګرو ډلګیو دمشرانو  هرکلی  او ورسره روغ بړ  کوی   او  دهغوی لپاره امکانات اوآسانتیاوې برابروی .  په پاکستان کې  دترهه ګرۍ  لپاره  کرار ځای  چې جنوبی پنجاب دی ،  اصلا  تر دې دمه   ورته چا هیڅ پام نه دی کړی .   لکه څنګه  چې  دپاکستان دکورنیو چارو  یوه پخوانی  وزیر تسنیم نورانی  هم   په ډان نیوز ورځپاڼې  کې  په یوه پروګرام  کې  په دې چارې  اعتراف کړی  چې  جنوبی پنجاب صوبه   له ترهه ګرو ډکه ده . .  دهغه  په وینا ، ترڅو چې  دترهه ګرۍ اصلی  علتونه   له مینځّه  لاړنشی ،  دضرب عضب په څیر  په عملیاتو سره  ترهه ګری  له مینځّه نه ځی .  پر دې اساس ،  د پاکستان د پوځ پخوانی قوماندان ریټایرډ جنرال  راحیل شریف   له ترهه ګرۍ سره په مبارزې  کې  څه خاص بریالی  نه  ؤ  او دترهه ګرۍ په ضد دهغه دبریالیتوب ډنډورې یوازې تبلیغاتی بڼه  لری .  البته سعودی عرب  کابو دوه کاله  مخکې  هغه ته بلنه ورکړې وه  چې  د عربستان په  مشرۍ دې  دپوځی ائیتلاف  قومانده   په غاړه واخلی  او حتی  دیمن د مظلوم ولس په ضد جنګ ته  ئې  دپاکستنا دپوځ  دلیږلو  غوښتنه هم کړې وه چې   دپاکستان ولسی جرګې  ورته اجازت ورنکړ او   ویل کیږی چې د پاکستان دپوځ په عموی قوماندې د ریټایرډ جنرال   راحیل شریف   دپاتیکیدو دنه تمیدیدو علت  هم  همدا ؤ چې  هغه  د ۳۹ اسلامی هیوادونودتش په نامه پوځی ائیتلاف قومانده په غاړه  واخلی .  پر دې اساس د  تیر کال دنومبر په شپږویشتمه نیټه  دپاکستان دپوځ له عمومی قوماندانۍ ریټارډ شو ا و  سعودی عربستان  چې    په تیرو دوو کلونو کې  ئې  دیمن په ضد  ورانونکی جنګ  له دې پرته   چې  د دغه هیواد دڅه دپاسه   شپږزره کسانو چې ښځې او ماشومان   په   اوڅاره توګه پکې  لیدل کیدل ،  ووژل ،  بله کومه  مهمه او سټراټیژیکه بریا ئې ترلاسه کړی وی .  او   د دیری شناندو په اند ئې ،  دیمن دمظلوم ملت په ضد په جنګ کې بشپړ ماته خوړلې ده .  سعودی عربستان  چې   دخپلوپوځی اوسیاسی  موخو دپوره کولو لپاره ئې  دخپلو تیلی ډالرو څخه په  ناسمو استفادو سره  خپل دغه  ائیتلاف ،  دترهه ګرۍ په ضد   وباله ،  خو  په حقیقت کې دغه ائیتلاف  په سیمې د هغو هیوادونو په ضد  دی چې  د له بیلابیلو لارو دصهونیسټ رژیم  په ضد  فعال دی  او   په لومړۍ مرحلې کې د  دغه ائیتلاف  دجوړیدا فلسفه، دمرتجعو عربو  رژیمونو ساتل او  په دوهمه مرحله کې ئې  فلسفه اوموخه  ،دصهونیسټ رژیم  دامنیت دتامینولو لپاره  داسلامی  امت  ویشل  دی  او اوس   دپاکستان دپوځ پخوانی عمومی قوماندان ، د دغه شان پوځی ائیتلاف قومانده هم په غاړه اخستې ده ، چې  البته   د ډیری شناندو اوکارپوهانو په اند ، پاکستان   د دغه شان خدمتونو په وړاندې کولو کې  تاریخی او اوږده مخینه لری.  او  په ۱۹۷۰ کال کې   هم دپآکستان  همدغه پوځ  ؤ چې  دضیاالحق په قوماندې ئې  چې  په هغه وخت کې یوبرید جنرال یا بریګیډئر ؤ ،  یو بریګیډ  پوځ   داردن دپاچا  ملک حسین  په غوښتنې سره  دغه هیواد ته د  فلسطنیانو  دځپلو لپاره  ولیږه . او یوازې په یولسو ورځو کې ئې  کابو زر  فلسطینیان ووژل  چې  د  دصهونیست رژیم دهغه وخت دلومړی وزیر او او د دغه سپیره اووحشی رژیم  دپوځ  دلوئ درستیز  جنرال موشه دایان   په وینا ، دومره  فلسطنیان  چې  دپاکستان پوځ دملک  حسین  په حکم سره یوازې په یولسو ورځو کې ووژل ،   که مونږ غوښتلی دغه شان کار وکړو ،نوباید په دووکلونو کې مودغه شان کار کړی وائ  .

 پر دې سربیره ، اوس هم   دسعودی عربستان د رژیم دساتلو لپاهر دپاکستان دپوځ کابو  یولس زره پوځیان    په دغه هیواد کې دیره دی . 

دتهران ریډیو پښتو خپرونې  په دې اړه  یعنی دسعودی عربستان  پهمشرۍ د دغه ډول پوځی ائیتلاف  دقوماندې   په غاړه داخستو په باب د پاکستان دپوځ دیوه پخوانی عمومی قوماندان اوتکړه شناندی  جنرال  مرزا اسلم بیګ   نظر دټیلیفون له لارې وپوښت ،نو   هغه  هم په ځواک ې  په دې چارې په سختو نیوکو سره  وویل ،  جنرال راحیل شریف ستره تیروتنه کړې ده .  داسلم بیګ په وینا،  هغه محبوبیّت چې راحیل شریف په پاکستان کې  ترلاسه کړی ؤ ،  دیمن په جنګ کې به ئې دهغه دماتې  قربانی کړی . . جنرال اسلم بیګ   همداراز  دپاکستان  پرسیاستوالانو په  تیره بیا د دغه هیواد په حکومت هم سخت ټکونه وکړل او  وې ویل ، دوی دجنرال راحیل شریف  له محبوبیّته   ویره لری.  پر دې اساس   عربستان ته دهغه  په لیږلو سره  له یوه پلوه  ئې د دغه هیواد رژیم ته خپل پور هم   ورکړ  او له بلې خوا ئې دجنرال راحیل شریف راتلونکی ژوند  هم برباد کړ.  البته  له مالی پلوه  به  هغه ته تر یوه حده ګټه ورسیږی  خو   دیمن په جنګ کې به  هیڅ بریا  ترلاسه نه کړی ..

   ( عاشق حسین طوری)