راحیل شریف په وړوکی امتحان کښې ماتې وخوړه
د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې ((راحیله نوره څومره مینه غواړې)) تر عنوان لاندې د محمد بلال غوری په قلم سره یوه مقاله کښې لیکلی دی
چې د پاکستان د فوځ له پخوانی قوماندان راحیل شریف څخه چې د خپل هېواد له کشمکشه په کامیابۍ سره راووتۀ او په تېره بیا له ترهه ګرۍ سره په جنګ کښې د فوځ د قوماندانۍ دنده یې په ښۀ ډول ترسره کړه، دا امید کېدۀ چې له پینشنی کېدو وروسته به د یو سیاسی مشر او مدبر په توګه مېدان ته راودانګی او د خپل هېواد خدمت به وکړی.
په دغه مقاله کښې راغلی دی چې لا د جنرل راحیل شریف په ستائېنه او قدرونه کښې بیانات او څرګندونې جاری وې او ختمې شوې نه وې چې د دغه محبوب جنرل نوم په پاکستان کښې یو ځل بیا په مطبوعاتو او رسنیو کښې مطرح شو. آوازې په خبر بدلې شوې چې خادم الحرمېن شریفین د پاکستان له وزیراعظم نواز شریف سره په غږملتیا سره راحیل شریف د نهه دېرش اسلامی هېوادونو د ځواکونو د قوماندان په توګه ټاکلے دے.
په ټوله نړۍ کښې دا یو رسم دے چې اکثر لوړ رتبه فوځی جنرلان او افسران له پېنشنی کېدو وروسته په بشپړه توګه نه پېنشنی کیږی، بلکه د خپل هېواد په بیا رغونه او ترقۍ کښې د یو مهم کردار په ادا کولو بوختیږی. په امریکه او برطانیې کښې جنرلان له پېنشنی کېدو وروسته فکری مرکزونه چلوی او په دفاعی ادارو کښې وېناګانې کوی خو د راحیل شریف قضیه ډېره عجیبه او ځانګړې ده. د یو هېواد د فوځ قوماندان له پېنشنی کېدو وروسته په ډېرې چټکتیا سره او بې له څه ځنډه د یوې فوځی اتحادیې قوماندانی په غاړه اخلی. له دې مخکې هم د پاکستان د استخباراتی ادارې آئی اېس آئی پخوانی قوماندان جنرل شجاع پاشا د یو عربی هېواد یعنې اماراتو د یو سلاکار پوسټ په غاړه اخېستے ؤ خو جنرل راحیل شریف ټول قوانین تر پښو لاندې کړ.
که دغه موضوع ته د سعودی له نظره وکتې شی نو راحیل شریف د دغې فوځی اتحادیې د قوماندانۍ د پوسټ لپاره یو ډېر غوره کس دے ځکه چې د کورنیو اختلافاتو په خاطر عربی هېوادونه یو داسې قوماندان ته اړتیا لری چې پاکستانی وی او د ټولو لپاره د قبول وړ وی، خو د پاکستان ملی ګټو ته په پام سره دغه فېصله صحیح نه وه. په دغه قوماندان باندې تکنیکی او فنی اعتراضات زیات دی او د دغو اعتراضاتو له بیانولو نه په تېرېدو سره که په څو پوښتنو باندې بسنه وشی چې په سیمه کښې له مېدانی حقائقو سره اړوندیږی نو ښه به وی.
بحث له سعودی څخه د دفاع نۀ دے بلکه د اسلامی فوځ په نامه یوه فوځی اتحادیه جوړه شوې ده چې یوازې د یو مسلک مهر پرې لګېدلے دے چې ترې نه د سیمه ایزې سیالۍ بوی راځی. دا په سیمه کښې د برترۍ یو جنګ دے چې د پاکستان پارلېمان دغه جنګ ته له ننوتلو څخه فوځ منعې کړے ؤ نو د پاکستان د فوځ یو ډېر غوره پخوانی قوماندان ته د داسې یو جنګ قوماندانی سپارل، څه ډول د قدرونې او ستائېنې وړ کېدې شی؟ که په راتلونکو وختونو کښې د ایران، لبنان، سوریې، عراق او یمن غوندې هېوادونه د سعودی په قوماندانۍ د وړومبنی فوځ په مقابل کښې د یو بل فوځ د تشکیلولو فېصله وکړی او د دغه دویم فوځ قوماندانی یو پاکستانی جنرل ته ورکړې شی نو په داسې صورت کښې به د پاکستان لپاره څه نتیجه ولری؟
په دغه مقاله کښې لیکوال مخکې زیاتوی چې که د پاکستان په فوځی ځواکونو کښې د مذهب او مسلک په بنیاد درز راوستې شی نو ذمه واری به یې د چا په غاړه وی؟ دا هم هغه فاحشه غلطی بلکه جرم دے چې ضیاء الحق کړے ؤ او داسې کسان یې د شوروی په خلاف جنګ کښې استعمال کړل چې هم هغوی وروسته د پاکستان غاړې ته ولویدل او اوس د پاکستان کوڅه په کوڅه کښې د جنګ محاذ جوړ شوے دے.
اوس چې کله د جنرل راحیل شریف په قوماندانۍ د اسلامی فوځ په نامه ځواکونه د یمن حوثی مسلمانان د خپلو حملو هدف وګرځوی او مثلاً په سوریې کښې هم د دغه هېواد د ولسمشر بشار اسد فوځ ته له ماتې ورکولو وروسته په سوریې کښې د کامیابۍ بېرغ ورپوی. نو په داسې صورت کښې هغه جنګیالی چې له عراق اوسوریې څخه تر یمنه پورې خوارۀ وارۀ دی د پاکستان لوری ته رامات شی نو بیا به د پاکستان خلق چرته ځی؟
ډېره د حېرانۍ خبره ده چې راحیل شریف له یو لوے امتحانه کامیاب راووتۀ خو په یو وړوکی امتحان کښې یې ماتې وخوړه.
-------