د پاکستان سېنېټ د دغه هېواد حکومت ته خبردارے ورکړ
د پاکستان سېنېټ خبردارے ورکړ،د دغه هېواد د فوځ پخوانی قوماندان د سعودی د خود ساخته فوځی ائتلاف د قوماندانۍ د پوسټ په قبلولو سره د پاکستان حېثیت ته سخت زیان رسولے دے.
د سحر چېنل د رپوټ له مخې د پاکستان د سېنېټ مشر رضا ربانی پرون د دغې جرګې په څرګنده غونډه کښې د پاکستان د دفاع له وزیر خواجه اصفه پوښتنه وکړه چې په کوم اجازتلیک سره راحیل شریف د سعودی د خودساخته فوځی ائتلاف قوماندانی قبوله کړې ده؟
رضا ربانی د پاکستان د قانون له وزیره هم وغوښتل چې د چارشنبې د ورځې په څرګنده غونډه کښې دې په دې اړه د جزئیاتو وضاحت وکړی.
د پاکستان د پخوانی فوځی قوماندان لخوا د سعودی د خودساخته فوځی ائتلاف د قوماندانۍ منلو د دغه هېواد، د خلقو، د پارلېمانی استازیو او د فوځی، سیاسی او مذهبی شخصیتونو قهر او غصه راپرولې ده.
باید وویل شی چې سعودی د ترهه ګرۍ یو اصلی ملاتړ دے او د وهابیت تفکر چې په دغه هېواد کښې زېږېدلے دے د نړۍ په مختلفو سیمو کښې د ترهه ګرۍ د سپېرې ښکارندې ترویجونکے تفکر دے.