ایران او پاکستان باید دتجارتی مبادلاتو اندازه زیاته کړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i38080-ایران_او_پاکستان_باید_دتجارتی_مبادلاتو_اندازه_زیاته_کړی
 په پاکستان کې د ایران سفیر وویل تهران د دواړو هیوادونو تر مینځ د اقتصادی او تجارتی ملګرتیاوو د پراختیا لپاره قوی اراده  لری او په دې  برخه کې په خپلو ژمنو پوره پابند دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 12, 2017 18:14 Asia/Kabul
  • ایران او پاکستان باید دتجارتی مبادلاتو اندازه زیاته کړی

 په پاکستان کې د ایران سفیر وویل تهران د دواړو هیوادونو تر مینځ د اقتصادی او تجارتی ملګرتیاوو د پراختیا لپاره قوی اراده  لری او په دې  برخه کې په خپلو ژمنو پوره پابند دی.

 

د ایرنا خبری اژآنس د راپور له مخې مهدی هنر دوست نن د راولپنډۍ ښآر د تجارتی او ښاری صنایعو د کوټې د غړو په ټول کې وویل  له ګاونډیو هیوادونو حتی افغانستان سره د ایران د تجارت اندازه له پاکستان سره د تجارت څو برابره ده  پر دې اساس پاکستانی تاجران دې هڅه وکړی   د ایران  له لویو اقتصادی او تجارتی ظرفیتونو د استفادې لپآره له نورو  سره له سیالۍ شاته پاتې نه شی.

 هنر دوست زیاته کړه : ضروری ده چې د ایران او پاکستان اقتصادی تجارتی برخې تر پخوا زیات  له یو بل سره د اطلاعاتو تبادله ولری چې د دوه اړخیز تجارت د لوړاوی په لاره کې د پرمختګ لپاره مشخصه او ټاکل شوې د لارې نقشه جوړه شی.

 ده د دواړه هیوادونو سیاسی اړیکې بې مثاله او د پاکستان او ایران اوږدۍ پولې د سولې او دوستۍ پولې وبللې  او وې ویل : ایران همیشه په تاریخ کې  د پاکستان دوست او د اعتماد وړ  ملګری پاتې شوی او وی به  او همیشه یې له پاکستان سره هر اړخیزو اړیکو ته پآم لرلی دی.

 هنر دوست په دې بیان سره چې ایران د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د اقتصادی او تجاری اړیکو پراختیا ت خپلې هڅې متمرکزې کړې  وویل د ایران سفارت  د ویزو په ورکولو کې د اسانتیا ،  له ایرانیو لورو سره د پاکستانی تاجرانو  او شرکتونو د هماهنګۍ او نور هر ډول قانونی ملاتړه  ډډه نه کوی.

 ده د پاکستان او ایران تر مینځ د ازاد تجارت د موافقې موضوع ته په اشارې سره وویل د دغه تړون په نهایی کیدو سره به د دوه اړخیز تجارت په لاره کې ډیر خنډونه لرې شی.