په پاکستان کښې یو خبریال ووژل شو
Jan 13, 2017 14:04 Asia/Kabul
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د نامعلومو وسله والو په برید کښې یو خبریال ووژل شو.
زمونږ خبریال د پاکستانی رسنیو له قوله خبر راکړی چې د دغه خبریال د وژلې پړه تراوسه چا نه ده منلې.
د خبریالانو د نړیوالې اتحادیې د احصائیو له مخې په ټوله نړۍ کښې د خبریالانو د وژل کیدو ۲۹ فیصده پیښې په ختیځه آسیا او ۲۷ فیصده ئې د مینځنی ختیځ او عربی هیوادونو کښې رامینځته کیږی.