چین په ګوادر بندر کښې دوه ګشتی کشتۍ پاکستان له ورکړې
د چین جوړې د ګزمې دوه وړې کشتۍ نن د پاکستان د سمندری امنیت آژانس ته وسپارلې شوې او دغه کشتۍ د پاکستان په ګوادر بندر کښې ودریدلې.
د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې د ګزمې د دې دوو کشتیو له ورکړې د چین موخه د چین-پاکستان د ګډ اقتصادی کوریډور د زړه په توګه د ګوادر بندر د اوبو د امنیت د ساتنې لپاره له پاکستان سره مرسته ده.
د ګوادر له بندره واخلې د چین تر سین کیانګ صوبې پورې د کابو درې زره کیلومیټره اوږد د چین او پاکستان د ګډ اقتصادی کوریډور د جوړیدو د طرحې د اجرا له پیل راهیسې د پاکستان سمندری ځواک د سیمه ایزو اوبو په تیره بیا د ګوارد بندر د خواوشا سمندری حدودو د امنیت د تامینولو لپاره د تیر وخت په پرتله لادروند مسئولیت او ذمه واری په اوږو لری.
ځینی رپورټونه هم وائی چې د چین سمندری ځواک د ګوارد بندر د خواوشا اوبو د امنیت په ساتنه کښې د پاکستان د مرستې لپاره خپل ځینی ځواکونه په دغه سیمه کښې دیره کړی دی.