پاکستان د ترهګرو خلاف د عملیاتو په دوام ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i38260-پاکستان_د_ترهګرو_خلاف_د_عملیاتو_په_دوام_ټینګار_وکړ
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په دغه هیواد کښې له تکفیری ترهګرو سره د مبارزې په دوام ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 14, 2017 16:53 Asia/Kabul
  • پاکستان د ترهګرو خلاف د عملیاتو په دوام ټینګار وکړ

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په دغه هیواد کښې له تکفیری ترهګرو سره د مبارزې په دوام ټینګار وکړ.

زمونږ خبریال د پاکستانی سرچینو له قوله وائی چې چودری نثار علی خان نن د اسلام آباد په کلرسیدان سیمه کښې خبریالانو ته وویل: د پاکستان پوځ د خیبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو په شمول د هیواد په مختلفو سیمو کښې د ټولو تکفیریانو او د هغوی د مرکزونو تر ختمولو پورې خپل عملیات جاری ساتی.

له دې مخکښې په بهرنیو چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار سرتاج عزیز هم د خیبرپښتونخوا صوبې په شمول د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې د ترهګرو د سنګرونو خلاف په ضرب عضب عملیاتو کښې د پوځ بریا ته اشاره وکړه او وئیلی ئې وو چې له تکفیریانو سره مقابله به د هغوی او د هغوی د ټولو مرکزونو تر نابودۍ پورې دوام ولری.

په دې وروستیو کښې د پاکستان د ځمکنی پوځ قومندان جنرال قمر جاوید باجوا هم په تیرو دریو کالو کښې په ضرب عضب عملیاتو کښې د ترهګرو خلاف د پاکستان د پوځ د مهمو بریاو ادعا کړې وه.

د پاکستان سیاسی او پوځی چارواکی په داسې حال کښې د ترهګرۍ خلاف د مبارزې د دوام خبر ورکوی چې د سپاه صحابه، لشکر جهنګوی او جماعت الاحرار په شان ترهګرې او تکفیری ډلې د کراچۍ او کویټې په شمول د پاکستان په ځینو سیمو کښې لاهم په تیره بیا د شیعه مسلمانانو خلاف خپلو بریدونو ته دوام ورکوی.