برجام د ډیپلماسۍ په ډګر کښې د ایران د بریا سند دی
د پاکستان د سنا یو غړی برجام د ډیپلماسۍ په ډګر کښې د ایران د بریالیتوب سند وباله.
سینیټر تاج حیدر پرون ایرنا ته په مرکه کښې، د ایټمی موافقې د ټولو لورو لخوا د ایران او ۵+۱ ډلې ترمینځ د شوې ایټمی موافقې د بشپړې اجرا په ضرورت باندې په ټینګار سره وویل: د برجام یوه ګټه د کشالو له کمیدو سره مرسته ده.
هغه زیاته کړه: د ایران ایټمی موافقه په سیمه کښې د اقتصادی پراختیا د پیاوړتیا او د شرق او غرب ترمینځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا سبب کیږی.
تاج حیدر وویل: ایران تل د سولې سیاستونه اجرا کړی دی او د ایران د اسلامی جمهوریت رهبر آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای هم په ډاګه فتوا ورکړې ده چې اسلام هیڅکله د داسې ایټمی وسلو د کارولو اجازه نه ورکوی چې د انسانیت او ملکی خلکو د وژل کیدو سبب کیږی.
دغه پاکستانی سینیټر څرګنده کړه: چین، روسیه، اروپائی اتحادیه او ایران د دغې ایټمی موافقې د ساتلو غوښتونکی دی او هیله ده چې د امریکې نوی حکومت هم د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کښې د مداخلې نه کولو او د برجام په شمول د لاسلیک شویو تړونونو او موافقو د احترام سیاست غوره کړی او په سیمه کښې د سولې او ثبات د پیاوړتیا په لاره کښې خنډ رامینځته نه کړی.