هند او پاکستان دې په خپلو کښې د کشمیر مسئله هواره کړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i38584-هند_او_پاکستان_دې_په_خپلو_کښې_د_کشمیر_مسئله_هواره_کړی
د جمو او کشمیر اعلی وزیرې د هند او پاکستان ترمینځ د کشمیر د مسئلې په هواریدو ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 18, 2017 04:11 Asia/Kabul
  • هند او پاکستان دې په خپلو کښې د کشمیر مسئله هواره کړی

د جمو او کشمیر اعلی وزیرې د هند او پاکستان ترمینځ د کشمیر د مسئلې په هواریدو ټینګار وکړ.

زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې محبوبه مفتی وویل: د کشمیر مسئله له پوځی لارې د هواریدو نه ده او د هند او پاکستان چارواکی دې دا کشاله د خبرواترو له لارې هواره کړی.

هغې همداشان زیاته کړه چې د دې کړکیچ د هواری لپاره د کشمیر حریت کانفرنس له مشرانو سره خبرواترو او د کشمیر د خلکو په اقتصادی حالاتو غور کولو ته چمتو ده.

اخو د هندوستان اپوزیشن ګوندونو د محبوبه مفتی دې څرګندونو ته غبرګون ښودلی او هغه ئې دروغجنه بللې او د کشمیر له اعلی وزارته ئې د هغې د څنګته کیدو غوښتنه کړې ده.