افغانستان باید پر پاکستان له تور لګولو ډډه وکړی
د پاکستان د ځمکنی پوځ قومندان له افغانستانه وغوښتل څو د اسلام آباد له تورنولو ډډه او د سولې له پروسې سره مرسته وکړی.
زمونږ خبریال د راپور په اساس، جنرال قمر جاوید باجوه وایی: د افغانستان لخوا پر پاکستان د تورونو لګول د سولې پروسه په خطر کښې اچوی.
هغه یو ځل بیا د افغانستان د چارواکو دغه تور چې وایی، ترهګر چې په افغانستان کښې حملې کوی، په پاکستان کښې اډې لری او په آزاده توګه فعالیت کوی، رد کړ او ویې ویل: د ضرب عضب په نوم د پاکستان پوځ په وروستیو عملیاتو کښې په دغه هیواد کښې د ترهګرو ټولې اډې له مینځه لاړې.
د پاکستان د ځمکنی پوځ قومندان وویل: پاکستان د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوی خو د اسلام آباد پر ضد د کابل تور لګول باید ختم شی.
دا په داسې حال کښې دی چې د افغانستان ولسمشر اشرف غنی په دا وروستیو کښې په ټیلفونی خبرو اترو کښې جنرال باجوه ته وویل: د وروستۍ ترهګرې حملې عاملان په پاکستان کښې په آزاده توګه فعالیت کوی او دغه هیواد تراوسه د دغو افراطی ډلګیو پر ضد هیڅ پوځی اقدام ندی کړئ.
اشرف غنی همداراز وویل چې حکومت یې جدی نیت لری، د کابل او قندهار د وروستیو حملو غچ د هغو له عاملانو واخلی.
د کابل او قندهار په وروستیو حملو کښې په لسګونه خلک مړه او ژوبل شول.