دافغانستان دجنګ عامل امریکا او که پاکستان .؟
زمونږ خبریال وایی په خارجی چارو کښې د پاکستان دلومړی وزیر سلاکار سرتاج عزیز هم بالاخره له افغانستان سره په ژبنی جنګ کښې چې په کابل ، قندهار او هلمند کښې د تیرې اونۍ دسې شنبې ورځې له خونړیو حملو وروسته خپل اوج ته رسیدلی دی د پوځ دمشر جنرال قمر جاوید باجوا د څرګندونو په تائیدولو سره چې د افغانستان له ولسمشر اشرف غنی سره په ټیلی فونی تماس کښې یې د کابل دحکومت د تورنو د ردولو په ترڅ کښې ویلی وو
ټروریسټان نور په پاکستان کښې هیڅ اډانۍ نلری وویل دافغانستان حکومت نور دپاکستان پرضد له تورنو لګولو لاس واخلی ځکه چې د پاکستان حکومت نور خپله خاوره دافغانستان د یاغی دښمانانو لپاره تنګه کړی ده او نور دغه یاغی دښمانان په پاکستان کښې نشته بلکې د سرتاج عزیز په وینا دافغانستان دحکومت ټول مخالفان خپل هیواد ته ورستانه شوی دی .
په بهرنیو چارو کښې دپاکستان دلومړی وزیر سلاکار سرتاج عزیز دغه راز دطالبانو په وړاندې د افغانستان د حکومت سیاست مبهم وباله او ویې ویل په افغانستان کښې ځینې کړۍ طالبان ترهګر ګڼی او ځینې نورې کړۍ بیا دغه ډله ټروریسټه نه ګڼی .
د پاکستان دلومړی وزیر د سلاکار سرتاج عزیز په وینا همدغه ابهام د افغانستان دحکومت او د طالبانو ترمینځ د صلحې د خبرو دپروسې په پرمختګ کښې اصلی خنډ ګرځیدلی دی .
داپه داسې حال کښې دی چې د سیاسی چارو ځینې کارپیژاندی او د افغانستان ځینې سیاسی ادارې د هیواد جنګ د دنیا او دسیمې د قدرتونو ترمینځ د نورو په استازی توب جنګ ګڼی .
دافغانستان د حراست او د ثبات دشورا ویندوی مسعود ترشت وال پرون په کابل کښې یوه خبری کانفرنس ته وویل له بده مرغه په افغانستان کښې هره ورځ جنګ او ناامنۍ زیاتیږی او د هیواد ټول ولایتونه او ولسوالۍ له جدی امنیتی ګواښ سره مخ دی .
هغه وویل په افغانستان کښې جنګ او ناامنۍ بهرنی او استخباراتی جنګ دی چې د هیواد په خلکو ورتپل شوی دی .
دافغانستان د حراست او دثبات دشورا ویندوی مسعود ترشت وال وویل افغانستان اوس له یوې خوا د امریکا او روسیې او له بلې خوا د هند او پاکستان ترمینځ د نیابتی جنګ(د نورو په استازی توب دجنګ په ډګر) په ډګر بدل شوی دی .
هغه زیاته کړه د افغانستان د دښمانانو مالی سرچینې دخارجی هیوادونو استخباراتی ادارې دی خو د ملی وحدت دحکومت داخلی اختلافاتو هم ددښمانانو د جنایتکارانه کارونو د ترسره کولو لپاره فرصت برابر کړی دی او ورانکارو ډلو له دغه فرصته استفاده کړی ده او هره ورځ دافغانستان بې ګناه خلک په وینو کښې لیت پیت کوی .
دتهران راډیو پښتو خپرونې د پاکستان او د افغانستان ترمینځ د ژبنی جنګ په ارتباط په امریکا کښې دیره د افغانستان د یوه پخوانی ډیپلوماټ ښاغلی عبدالحکیم اریوبی نظر وپوښت او هغه په ځواب کښې دکابل په حکومت دنیوکې په ترڅ کښې وویل دافغانستان حکومت دومره کمزوری او له کورنیو اختلافاتو سره مخ دی چې دپاکستان په وړاندې د سم سیاست او پالیسۍ دغوره کولو جوګه نه دی .
هغه دغه راز دپاکستان په وړاندې د امریکا دحکومت په سیاست د نیوکې په ترڅ کښې وویل په داسې حال کښې چې دافغانستان ملت او حکومت پاکستان په خپل هیواد کښې د جنګ د دوام عامل ګڼی دامریکا پوځی چارواکی له ترهګرۍ سره په جنګ کښې دپاکستان د پوځ د رول ستاینه کوی .
عبدالحکیم اریوبی د یوه(۱) هیواد دنوم له اخیستلو پرته وویل که چیرې له یوه ځاې څخه دپاکستان ملاتړ نه کیدلای نو اسلام اباد په یوازې ځان نشو کولای په افغانستان کښې داډول کارونه وکړی .
خو په هالینډ کښې هستوګن دافغانستان یوه(۱) پخوانی جهادی مشر او مشهور لیکوال حاجی محمد امین فروتن له تهران راډیو سره په مرکه کښې په خارجی چارو کښې د پاکستان دلومړی وزیر دسلاکار سرتاج عزیز څرګندونو ته په اشارې سره وویل دغه څرګندونې چې د پاکستان د پوځ دمشر جنرال قمر جاوید باجوا د څرګندونو د تائیدولو لپاره شوی دی ددې ښودنه کوی چې دپاکستان پوځ وتوانید د هیواد په سیاسی لانجو او کشمکشونو کښې ملکی حکومت د خپل سیاست تابع کړی ځکه چې د نوازشریف حکومت چې د سعودی عربستان په مرستې سره قدرت ته رسیدلی دی تراوسه د پوځ په وړاندې ولاړ وو چې باید په افغانستان کښې پوځی لاسوهنه ختمه کړی خودلویدیځو هیوادونو لخوا دسویزرلینډ په ډاوس کښې په نړیوالې اقتصادی غونډې کښې د ترهګرۍ په ارتباط د وینا کولو لپاره د پاکستان دپوځ دپخوانی مشر راحیل شریف بلنه هم دپاکستان له پوځ څخه د لویدیځو هیوادونو د ملاتړ ښودنه کوی داپه داسې حال کښې دی چې دپاکستان دپوځ عملیاتو چې په شمالی وزیرستان کښې دپوځ دپخوانی مشر جنرال راحیل شریف په مشرۍ شوی وو کومه خاص نتیجه نه لرله بلکې په شمالی وزیرستان کښې اکثره دیره ټروریسټان افغانستان ته انتقال کړې شول .