په پاکستان کښې د لشکر جهنګوی ډلې دمشر وژل کیدا :
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i38758-په_پاکستان_کښې_د_لشکر_جهنګوی_ډلې_دمشر_وژل_کیدا
د پاکستان دپنجاب صوبې له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې وویل د لشکر جهنګوی ترهګرې ډلې مشر اصف چوټو او ورسره درې (۳)ملګری په شیخوپوره سیمه کښې له امنیتی ځواکونو سره نښتې کښې ووژل شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 19, 2017 11:21 Asia/Kabul
  • داپه داسې حال کښې دي چې جماعت الاحرار او لشکر جهنګوي ډلې هماغه راز خپلو  ترهګرو اقداماتو ته دوام ورکوي .
    داپه داسې حال کښې دي چې جماعت الاحرار او لشکر جهنګوي ډلې هماغه راز خپلو ترهګرو اقداماتو ته دوام ورکوي .

د پاکستان دپنجاب صوبې له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې وویل د لشکر جهنګوی ترهګرې ډلې مشر اصف چوټو او ورسره درې (۳)ملګری په شیخوپوره سیمه کښې له امنیتی ځواکونو سره نښتې کښې ووژل شول .

دپاکستان امنیتی چارواکو وویل په لاهور ښار کښې مو  د ترهګرو حملو د ترسره کولو لپاره د لشکر جهنګوی ډلې د پروګرام په باره کښې راپورونه ترلاسه کړی وو .

د پاکستان دلشکر جهنګوی ډلې دپخوانی مشر ملک اسحاق له وژل کیدا وروسته دا دوهم(۲) ځل دی چې د هیواد امنیتی ځواکونه ددغه ترهګرې ډلې د یوه(۱) بل مشر د وژلو اقدام کوی .

لشکر جهنګوی ترهګره ډله چې د سپاه صحابه ترهګرې ډلې یوه څانګه ده  په پاکستان کښې لومړنۍ ټروریسټی ډله وه چې له داعش ډلې سره یې بیعت وکړ .

ویل کیږی لشکر جهنګوی ډله په هغو ترهګرو ډلو کښې شامله ده چې د پاکستان دپوځ د جاسوسۍ ادارې ایی ایس ایی(ISI) تر نفوذ او ملاتړ لاندې ده .

دلشکر جهنګوی  ډلې ماموریت په خورا توګه دشیعه مسلمانانو په وژلو سره د فرقه ای جنګ رامینځته کول او څه موده مخکې د پاکستان دباندې په افغانستان کښې دترهګرو بم چاودنو ترسره کول دی .

هر کله چې له ترهګرو ډلو سره د  مقابلې لپاره د پاکستان په حکومت کورنی دباونه زیاتیږی جاسوسۍ ادارې دټروریسټی ډلو د مشرانو دنیولو اقدام کوی خو په پاکستان کښې دترهګرو ډلو مشران هیڅکله محاکمه یا سزا شوی نه دی .

ځکه چې د پاکستان حکومت او قضایی ادارې سخت دترهګرو ډلو د غړیو او پلویانو د غبرګونونو او پایلو په هکله اندیښمن دی .

په همدې دلیل دپاکستان د جاسوسۍ ادارو یوه(۱) لاره چاره داده چې د ترهګرې ډلې نیول شوی مشر ازادوی او هغه  په یوې (۱)جعلی نښتې کښې وژل کیږی .

په همدې دلیل دپاکستان استخباراتی  چارواکو وویل د لشکر جهنګوی  ترهګرې ډلې مشر اصف چوټو له تیرې اګست میاشتې راهسې بندی وو او اوس دپاکستان چارواکو دهغه د وژلو فیصله وکړه او په همدې دلیل له زندان څخه ازاد شو .

که څه هم د پاکستان دپنجاب د پولیسو ویندوی نایب حیدر دغه ادعا بې اساسه بللی ده .

د اصف چوټو وژل د لشکر جهنګوی د ترهګرې ډلې دپخوانی مشر ملک اسحاق له وژل کیدا اتلس(۱۸) میاشتې وروسته ترسره شول او دغه چاره ددې ښودنه کوی دغه ترهګره ډله په نظر کښې له نیول شویو ماموریتونو بهر اقدامات ددې لپاره ترسره کوی چې په سیمې او داخلی ټولنو کښې یې  له مخکې څخه زیاته  د پاکستان دحکومت څیره داغی کړی ده .

دکورنیو او سیمه  ایزو او حتی دنړیوالو دباونو په وجه دپاکستان حکومت کابو دوه(۲) میاشتې مخکې دوې ترهګرې ډلې جماعت الاحرار او لشکر جهنګوی په ترهګرو فعالیتونو کښې د لاس دلرلو په دلیل دغیر قانونی ډلو په فهرست کښې شاملې کړې .

داپه داسې حال کښې دی چې جماعت الاحرار او لشکر جهنګوی ډلې هماغه راز خپلو  ترهګرو اقداماتو ته دوام ورکوی خو دا خبره چې د لشکر جهنګوی دترهګرې ډلې دمشر وژل دپاکستان په حکومت ددباونو له کمیدا سره مرسته وکړی سیاسی څارونکی هغې ته دشک په سترګه ګوری .

ځکه چې دغه ترهګرې ډلې په چټکې سره نوی مشر ټاکی او په پاکستان او دغه راز په خارج(افغانستان) کښې  خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوی .