عربستان له پاکستان سره د پوځی ملګرتیاوو زیاتیدا وغوښته
په پاکستان کې د عربستان سفیر ددوه اړخیزو پوځی ملګرتیاوو د پراختیا غوښتنه وکړه.
د ایرنا خبری اژانس د راپور له مخې په پاکستان کې د عربستان سفیر عبدالله الزهرانی نن د پاکستان د پوځ له کوماندان جنرال قمر جاوید باجوه سره پّه کتنه کې د دواړو هیوادونو د پوځی ملګرتیاوو په هکله د نظر تبادله وکړه .
جنرل باجوه په دغه کتنه کې د عربستان سفیر ته ډاډ ورکړ چې د پاکستان پوځ د عربستان دفاع له پاکستانه ددفاع په شان ګڼی. د دغه خبر نور جزییات نه دی راغلې.
کابو دوه اونۍ مخکې هم د سعودی مقاماتو عربستان ته د پاکستان د پوځ د پخوانی مشر جنرل راحیل شریف په سفر کې هغه ته د عربستان له خوا د نه دیرشو اسلامی هیوادونو د خود ساخته ایتلاف د مشرۍ وړاندیز مطرح کړ.
عربستان په یمن له حملې سره په یو وخت ډیر کوشش وکړ چې پاکستان په دغه جنګ کې له ځانه سره ملګری کړی خو د پاکستان د پوځ ، پارلمان دولتی چارواکو او خلکو له منفی ځواب سره مخامخ شو.